اسلام اباد تور پورې کړی دی چې د طالبانو حکومت یې د "پاکستان پر ضد د افغان خاورې د استعمال اجازې نه ورکولو" غوښتنه نه عملي کوي او په دې برخه کې "سم او د ډاډ وړ اقدامات" نه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د نومبر پر نهمه په استنبول کې له طالب استازو سره د مذاکراتو په اړه په یو اوږد بیان کې د طالبانو حکومت د هغو خبرو په ناکامولو ملامت کړی او ورباندې یې د "ترهګرۍ" پر وړاندې د مبارزې مسلې ته د پام نه کولو او د خپلو نړیوالو ژمنتیاوو نه پوره کولو تورونه هم پورې کړي دي.
داراز، د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې بې له وضاحت او جزییاتو ورکولو، د طالبانو په حکومت کې "ځینې کړۍ په پاکستان کې د پښتون ملتپالنې په پارولو یا تحریکولو" تورنې کړې دي.
پر افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت لا د پاکستان دې بیان ته غبرګون نه دی ښوولی خو په تېرو وختونو کې یې دا ډول تورونه او دعوې رد کړې دي.
اندرابي دا بیان تر هغې وروسته خپور کړی دی چې د نومبر پر شپږمه او اوومه د ترکیې په استنبول کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي استازو ترمینځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.
تر هغې وروسته دواړو خواوو پر یو بل د مذاکراتو د "ناکامۍ" تور پورې کړ.
د ترکیې او قطر په مینځګړتوب مذاکرات تر هغې وروسته وشول چې تېر ځل د پاکستان او طالبانو استازو د اوربند پر غځولو او د نومبر پر شپږمه د خبرو هوکړه کړې وه.
دواړو خواوو د اوربند د موافقې په تړاو د اکتوبر پر ۲۵مه په استنبول کې دويمه ناسته پيل کړه چې د اکتوبر پر ۳۰مه پای ته ورسېده.
تر هغه وړاندې، د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د اکتوبر پر ۱۸مه په دوحه کې سره کتلي ول او د اوربند پر هوکړې سربېره يې د نورو خبرو پرېکړه کړې وه.
په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي چې د هېواد د بهرنیو او دفاعي چارو وزیران او د استخباراتي ادارې مشر راتلونکې اونۍ پاکستان ته لېږدوي چې هلته له چارواکو سره د اسلام اباد او د طالبانو حکومت ترمینځ د اوربند پر دوام او د دواړو خواوو ترمینځ د مذاکراتو په اړه وغږېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیان
اندرابي په بیان کې ویلي، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د بلوڅ بېلتونپالو بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) ډلې د "پاکستان د دولت او خلکو دښمنان" دي او هر څوک چې ورته پټنځای ورکوي، "ملاتړ یې کوي او یا یې تمویلوي، د پاکستان" او د دې هېواد د "خلکو ملګري یا نېکخواهان نه شي بلل کېدای."
د اسلام اباد د دې دعوو برعکس، تحريک طالبان پاکستان او نورو ډلو په بیا بیا ویلي دي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځایونو ته اړتیا نه لري.
داراز، د بي اېل اې په ګډون نورو بلوڅ ډلو هم په بیا بیا ویلي دي چې وسلوال یې په بلوچستان کې دي او له پاکستانه د ازادۍ ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت بیان وايي، اسلام اباد د خپلو ګټو او ولس د ساتنې لپاره "هر ممکن اقدام ته ژمن" دی، خو "په عین حال کې د سولې او ډېپلوماسۍ کلک پلوي هم دی."
اندرابي کاږي، همدا لامل دی چې اسلام اباد د ترکیې او قطر په مشوره او مینځګړتوب د طالبانو له حکومت سره خبرو ته تیار شو.
بیان وايي، په دوحه کې د خبرو په لومړي پړاو کې دواړه خواوې د "همکاریو او مسوولیت په اړه" پر یو لړ "اصولو" او "لنډمهالي اوربند" سلا شول.
بیان کاږي، په استنبول کې د دویم پړاو خبرې د هم هغه توافق د عملي کولو لپاره د مېکانېزم جوړولو په موخه وې خو "د طالبانو رژیم استازو له واقعي اقداماتو کولو ډډه وکړه، له هغو ژمنو یې د په شا کېدو هڅه وکړه چې په لومړي پړاو کې" ورباندې سلا شوي ول.
د اندرابي په خبره، د درېیم پړاو په خبرو کې هم د طالبانو استازو د "ترهګرۍ اصلي ستونزې" د کمرنګه کولو او د "فرضي تورونو او بې بنسټه ادعاوو په کولو" د مذاکراتو د "چوکاټ پراخولو هڅه" وکړه.
بیان وايي، په ۲۰۱۴ز کال کې چې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد عملیات پیل کړل نو د ټي ټي پي وسلوال افغانستان ته واوښتل او هلته یې د پخواني افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پرضد د طالبانو د جګړې ملاتړ کاوه.
بیان وايي، د طالبانو حکومت اوس هم هغه وسلوال او د هغوی کورنۍ ورسره د "وفادارۍ" په بدل کې ساتي او دا چې هغو وسلوالو په پاکستان کې د "ترهګرو فعالیتونو لپاره په افغانستان کې روزنیز کیمپونه جوړ کړي" دي.
بیان وايي، د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د ټي ټي پي او بي اېل اې مسلې ته د "کډوالو" موضوع نوم ورکړي خو "دا بشري یا د کډوالو" موضوع نه ده.
د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو له وجې شاوخوا یو مېلیون وګړي د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو برخو ته کډه شوي ول چې ورڅخه یې زرګونه افغانستان ته واوښتل چې ډېری یې د خوست په سپېرې، ګلان کیمپ، تڼيو، او د پکتیکا برمل او لمن سیمو کې مېشت دي.
په تېرو کلونو کې د پاکستان حکومت ګڼې وزیرستانۍ کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې کړې دي، خو نورې یې لا هم په افغانستان کې مېشتې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، اسلام اباد له طالبانو څخه د هغو وسلوالو د ورسپارلو غوښتنې کړې دي خو د "طالبانو رژیم" پر هغوی د "کنټرول نه لرلو په حوالې ورکولو، په بیا بیا له دې کاره انکار کړی دی،" او یوازې "خالي ژمنې" یې کړې دي.
بیان وايي، پاکستان د تورخم یا چمن له لارې د خپل هر وګړي وصولولو ته تیار دی.
اندرابي وايي، اسلام اباد په کابل کې له هېڅ حکومت سره له خبرو کولو انکار نه دی کړی خو د ده په وینا، "له هېڅ ترهګرې ډلې، که هغه ټي ټي پي وي او که بي اېل اې، سره خبرې نه کوي."
بیان وړاندې له وضاحت ورکولو پرته لیکلي چې په طالبانو کې داسې "خلک هم شته چې له پاکستان سره شخړه نه غواړي" خو پکې "له بهرني مالي ملاتړه" برخمنه یوه "قوي ډله یا لابي ده چې ورته د ترینګلتیا زیاتولو دنده سپارل شوې" ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند داراز له تفصیل او وضاحت ورکولو پرته ویلي چې د طالبانو په حکومت کې "ځینې کړۍ" داراز "په پاکستان کې د پښتون ملتپالنې پارولو یا تحریکولو هڅه" کوي او زیاتوي چې "پر ځای د دې چې طالبان په پاکستان کې پښتون ملتپالنې ته لمن ووهي، دا به عاقلانه عمل وي" چې خپل حکومت "ټولګډونه" کړي.
د طالبانو د حکومت دریځ
طالبانو لا د اندرابي د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو حکومتي ویاند ذبیح الله مجاهد د نومبر پر اتمه په یوه انلاین خبري غونډه کې تور پورې کړ چې پاکستان لا هم د خپل داخلي امنیت د ډاډمنولو ذمه وارۍ منلو ته لېوالتیا نه ښيي او هڅه کوي چې دا مسوولیت د طالبانو پر اوږو واچوي.
د طالبانو حکومت په بیا بیا وايي چې د افغانستان پر خاوره یې هېڅ وسلوالې ډلې ته پټنځای نه دی ورکړی، هېچا ته پر ګاونډیو هېوادونو د حملو اجازه نه ورکوي او دا چې ټي ټي پي د اسلام اباد کورنۍ موضوع ده او باید په خپله یې هواره کړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په اکتوبر کې په کابل کې خبري غونډې ته دا هم ویلي ول چې په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د "ضرب عضب" په نوم د عملیاتو له وجې ګڼ کډوال ورغلي ول او په هغوی کې هېچا ته د "وسلو ساتلو" اجازه نه ورکوي.
له دې پرته د طالبانو حکومت اسلام اباد تورنوي چې د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې ته یې پټنځایونه ورکړي چې په افغانستان کې بریدونه وکړي. پاکستان دا تور بې بنسټه بولي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې پر طالبانو په پاکستان کې د پښتون ملتپالنې د تحریکولو تور پورې کړی دی چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې په هر ډول سیاسي او حکومت مخالفه او ډېریو ټولنیزو خوځښتونو، غورځنګونو او غونډو بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.
له دې پرته طالبان د پښتون ملتپالنې په ګډون جمهوري او مترقي سیاسي او ټولنیزې مفکورې او نظریې د خپل حکومت او نظام لپاره ګواښ بولي او د ځپلو هڅه یې کوي.
د بېلګې په ډول، د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر د ۲۰۲۳ز کال په نیمايي کې په کابل کې د خبري غونډې پر مهال د سیاسي ګوندونو پر فعالیت بندیز اعلان کړی وو. عبدالحکیم شرعي هغه مهال ویلي ول چې ګوندونه "شرعي اساس نه لري او فعالیت یې بې ګټې" دی.
داراز، په ۲۰۲۴ز کال کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مخکښ فعال ګیله من وزیر ووژل شو، نو د طالبانو حکومت د غورځنګ پلویانو ته په افغانستان کې د غایبانه جنازې اجازه نه وه ورکړې او مخه یې نیولې وه.
خپله پي ټي اېم په تېرو وختونو کې ورسره د بهرنیو هېوادونو یا ډلو د ملاتړ تورونه رد کړي او وايي، د پاکستان ایین مني او د همهغې دننه د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي.
داراز، په پاکستان کې د پښتنو ملتپاله ګوندونه له اساسي قانون سره سم پر پارلېماني سیاست ټینګار کوي او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر تګلارو او پر بندیزونو د انتقاد لپاره پېژندل کېږي.
بريدونه، جګړه او اوربند
د پاکستان او د طالبانو د حکومتونو استازو ترمينځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې او اوربند مذاکرات تر هغه يوه ورځ وروسته پیل شول کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر انتظام لاندې ملي راډيو ټېلېويژن له راپور سره سم د اکتوبر پر ۱۷مه ماښام مهال د پکتيکا په ارګون او برمل کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.
تر بريدونو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ پر ټولنيزو رسنيو په خپاره کړي بيان کې وويل چې په اورګون کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د دغه هېواد د کرکټ درې ځوان لوبغاړي هم وژل شوي دي.
د دواړو هېوادونو تر مينځ تاوتريخوالی او جګړه تر هغه وروسته پیل شوه چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.
یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي ول چې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټی پي) وسلوالې ډلې د مشر نور ولي مسید ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.
وروسته د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته وويل چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې په ډاګه نه کړل.
سرچينې البته زیاته کړې وه چې په بريد کې نور ولي مسید ته زيان نه وو اوښتی او هغه ژوندی دی.
د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريدونه "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی وو او زياته کړې يې وه چې تر دې بريدونو وروسته به د هر ډول "تاوتريخوالي مسول" پاکستان وي.
تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.
د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام شپږ بجې د افغان طالبانو حکومت او پاکستان ترمينځ ۴۸ ساعته اوربند وشو، او وروسته پرېکړه شوه چې دا اوربند به په قطر کې د سولې تر مذاکراتو پورې پر ځای وي.