د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ وايي په جنوبي وزیرستان کې یې ۱۲ عسکر وژل شوي


د پاکستان د پوځ سرتېري په واڼه کې د امنیت ساتنه کوي - پخوانی انځور
د پاکستان د پوځ سرتېري په واڼه کې د امنیت ساتنه کوي - پخوانی انځور

چارواکي وايي په بر جنوبي وزیرستان کې وسلوالو ۱۲ پاکستاني سرتېري وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا ادارې (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر پر ۱۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د پوځ سرتېرو په همدې ورځ د وسلوالو پر ضد عملیات کول چې ځوابي برید پرې وشو.

هلته په بر جنوبي وزیرستان کې د پولیسو یو لوړ پوړي افسر هم مشال راډیو ته د پېښې پخلی وکړ. نوموړي چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط یې وویل چې د بدر په فقیر سرای سیمه کې وسلوالو د پوځ پر یو ګاډي برید وکړ چې په پایله کې یې ۱۲ سرتېري ووژل شول او څلور نور ژوبل شول.

بل پلو تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې د برید ذمه واري قبوله کړې ده. د هغې ډلې ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استولي بیان کې ادعا کړې ده چې د پوځ ۳۰ سرتېري یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ په خپره کړې اعلامیه کې وايي چې د سېپټېمبر پر ۱۳مه یې په بر جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال ۱۳ وسلوال وژلي دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه نه د پاکستان د پوځ او نه هم په سیمه کې د وسلوالو ډلو د ادعاوو پخلی کولی شی.

تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا په کوز دیر کې هم وسلوالو د سېپټېمبر ۱۲مه په یو برید کې د اېف سي ځواک (فرنټیر کور) د اوو سرتېرو د وژلو ادعا کړې وه. د خیبر پښتونخوا د کوز دیر پولیسو د پېښې پخلی کړی وو او دایې هم ویلي وو چې ۱۳ نور سرتېري ژوبل شوي هم دي.

په کوز دیر کې د استخباراتو یو مامور چې له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له وجې یې له مشال راډیو سره د نوم نه ښکاره کولو په شرط خبرې کولې پېښه تایید کړله. د نوموړي په وینا دا پېښه د سېپټېمبر په ۱۲مه د کوز دیر د میدان تحصیل په سره بانډه سیمه کې شوې ده.

په خیبر پښتونخوا کې د وسلوالو پر ضد د امنیتي ځواکونو عملیات په دې وروستیو کې زیات شوي دي. هلته وسلوال هم وخت په وخت د پاکستان پر پوځ، اېف سي ځواک او پوځ بریدونه کوي چې پکې هغوی ته مرګ ژوبله هم اوړې.

د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۱۱مه په یو بیان کې ویلي وو چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۹ وسلوال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا ادارې (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر په ۱۱مه رسنیو ته په استولي یو بیان کې ویلي ول چې دا عملیات یې د سېپټېمبر پر نهمه او ۱۰مه په مومندو، شمالي وزیرستان او بنو کې ترسره کړي دي.

د خیبر پښتونخوا ترڅنګ د پاکستان مرکزي حکومت هم وايي چې د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.

XS
SM
MD
LG