خوشال خان کاکړ: د پښتنو د ستونزو هواري لپاره د ټولو ګوندونو همغږي اړینه ده
د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشر خوشال خان کاکړ وايي، په پاکستان کې د مېشتو پښتنو د مسلو د هواري لپاره د ټولو پښتنو ګوندونو همغږي اړینه ده. نوموړي د اګست پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د همدې همغږۍ لپاره یې هڅې پیل کړې دي. دی وايي، ترهګري، پر سرچینو د ځايي ولس واک او اختیار نه شتون او له نورو قامونو سره نه برابري د پښتنو تر ټولو مهمې مسلې دي. کاکړ وايي، ټول پښتانه ګوندونه پر دې درو نقطو متفق دي، خو ځینې اختلافات هم لري چې د ده په خبره، ګوند یې ختمول ضروري بولي. خوشال خان کاکړ د بلوڅانو پر مبارزې، له پاکستانه د افغانانو پر ایستلو او له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د مذاکراتو ترڅنګ پر نورو موضوعاتو هم غږېدلی دی. بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.