د پاکستان او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د استازیو ترمينځ د ترکيې په استانبول کې خبرې اترې نن (اکتوبر ۲۷مه) په درېیمه ورځ هم دوام لري.
یوې غاړې هم په رسمي توګه د دې مذاکراتو تفصيل لا نه دی په ډاګه کړی خو یوې سرچینې چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط د اکتوبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته ویلي چې دواړو غاړو پر ځینو مسایلو هوکړه کړې ده. د ده په وینا، ښايې د دې خبرو اترو څه نتیجه را ووځي.
د قطر او ترکيې په منځګړتوب دا خبرې اترې د اکتوبر پر ۲۵مه پیل شوې وې. د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو مخکې د اکتوبر پره ۱۸مه په دوحه کې سره کتلي ول او د اوسنیو خبرو پرېکړه هلته شوې وه. د ترکیې په روانو خبرو کې د دواړو هېوادونو د ټیټې کچې استازو ګډون کوي.
بريدونه او جګړه
د دواړو هېوادونو ترمينځ په قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې او اوربند مذاکرات تر هغه يوه ورځ وروسته پیل شول کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر انتظام لاندې ملي راډيو ټېلېويژن له راپور سره سم د اکتوبر پر ۱۷مه ماښام مهال د پکتيکا په ارګون او برمل کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.
تر بريدونو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ پر ټولنيزو رسنيو په خپاره کړي بيان کې وويل چې په ارګون کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د دغه هېواد د کرکټ درې ځوان لوبغاړي هم وژل شوي دي.
د دواړو هېوادونو تر مينځ تاوتريخوالی او جګړه تر هغه وروسته پیل شوه کله چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.
یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي ول چې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټی پي) وسلوالې ډلې د مشر نور ولي مسود ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.
وروسته د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته وويل چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې لا نه دي په ډاګه کړي.
سرچينه زياتوي، په بريد کې نور ولي مسود ته زيان نه دی اوښتی او هغه ژوندی دی.
د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريدونه "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی وو او زياته کړې يې وه چې تر دې بريدونو وروسته به د هر ډول "تاوتريخوالي مسول" پاکستان وي.
تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.
د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام شپږ بجې د افغان طالبانو حکومت او پاکستان ترمينځ ۴۸ ساعته اوربند وشو، او وروسته پرېکړه شوه چې دا اوربند به په قطر کې د سولې تر مذاکراتو پورې پر ځای وي.