د پاکستان او پر افغانستان د واکمنو طالبانو استازي د نومبر پر شپږمه د ترکیې په استنبول ښار کې د خبرو اترو درېيم پړاو پیلوي.
د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټېلېوېژن د نومبر پر پینځمه پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) ليکلي، د طالبانو د استخباراتو ريیس عبدالحق وثیق په مشرۍ پلاوی د مذاکراتو لپاره استنبول ته رسېدلی دی.
اسلام اباد لا رسماً په دې اړه لا څه نه دي ويلي، البته د انګريزي ژبې ورځپاڼې ډان پر خپله ووبپانه ليکلي چې د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال محمد عاصم ملک او نور لوړپوړي ملکي او پوځي چارواکي په خبرو کې د پاکستان استازیتوب کوي.
د تېر په څېر دا ځل هم د دواړو لوریو ترمینځ خبرې د ترکیې او قطر په مینځګړتوب کېږي.
تر دې مخکې، د پاکستان او طالبانو استازو د دواړو هېوادونو ترمينځ د اوربند پر غځولو او د نومبر پر شپږمه يو ځل بيا د مذاکراتو کولو هوکړه کړې وه.
دواړو خواوو د اوربند د موافقې په تړاو د اکتوبر پر ۲۵مه په استنبول کې دويمه ناسته پيل کړه چې د اکتوبر پر ۳۰مه پای ته ورسېده.
تر هغه وړاندې، د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د اکتوبر پر ۱۸مه په دوحه کې سره کتلي ول او د اوربند پر هوکړې سربېره يې د نورو خبرو پرېکړه کړې وه.
د اکتوبر پر ۳۰مه د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويلي ول چې د مذاکراتو په پای کې ټولو خواوو د اوربند پر دوام هوکړه کړې ده او د پلي کولو پر لارو چارو یې د نومبر پر شپږمه په استنبول کې په بله ناسته کې بحث او پرېکړه کېږي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د استنبول تر مذاکراتو سمدستي وروسته پر خپله اېکس پاڼه په بيان کې وويل چې حکومت يې د "ډېپلوماسۍ او تفاهم" له لارې د ستونزو حل غواړي.
اخوا د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر عطاالله تارړ د اکتوبر پر ۳۰مه وویل، په هغو مذاکراتو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته "د سولې رامينځ ته کولو او د ترهګرۍ د ختمولو په اړه دروند مسوولیت ور تر غاړې شوی دی."
په لومړي سر کې ټاکل شوې وه چې په استنبول کې د طالبانو او پاکستانيو چارواکو ترمینځ خبرې درې ورځې دوام وکړي، خو د دواړو لوريو پر يو بل د ملامتيا او ګډې هوکړې ته د نه رسېدو له امله خبرې پینځو ورځو ته وغځېدې.
تر هغه وړاندې د اکتوبر پر ۲۸مه په تهران کې د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د طالبانو د کورنيو چارو له مرستيال وزير ملا محمد ابراهيم صدر سره د ليدنې پر مهال ويلي ول چې ستونزې به د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.
بريدونه، جګړه او اوربند
د دواړو هېوادونو ترمينځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې او اوربند مذاکرات تر هغه يوه ورځ وروسته پیل شول کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر انتظام لاندې ملي راډيو ټېلېويژن له راپور سره سم د اکتوبر پر ۱۷مه ماښام مهال د پکتيکا په ارګون او برمل کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.
تر بريدونو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ پر ټولنيزو رسنيو په خپاره کړي بيان کې وويل چې په اورګون کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د دغه هېواد د کرکټ درې ځوان لوبغاړي هم وژل شوي دي.
د دواړو هېوادونو تر مينځ تاوتريخوالی او جګړه تر هغه وروسته پیل شوه چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.
یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي ول چې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټی پي) وسلوالې ډلې د مشر نور ولي مسید ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.
وروسته د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته وويل چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې په ډاګه نه کړل.
سرچينې البته زیاته کړې وه چې په بريد کې نور ولي مسید ته زيان نه وو اوښتی او هغه ژوندی دی.
د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريدونه "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی وو او زياته کړې يې وه چې تر دې بريدونو وروسته به د هر ډول "تاوتريخوالي مسول" پاکستان وي.
تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.
د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام شپږ بجې د افغان طالبانو حکومت او پاکستان ترمينځ ۴۸ ساعته اوربند وشو، او وروسته پرېکړه شوه چې دا اوربند به په قطر کې د سولې تر مذاکراتو پورې پر ځای وي.