د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت له پاکستانه ایستل شویو کډوالو لپاره په تورخم کې پنډغالی جوړ کړی


د طالبانو حکومت له پاکستانه ایستل شویو کډوالو لپاره په تورخم کې پنډغالی جوړ کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:50 0:00

له پاکستانه د افغان کډوالو کډې د چمن او تورخم له لارې افغانستان ته روانې دي. په سېپټېمبر میاشت کې دا لړۍ ډېره تېزه شوې ده. په تورخم کې افغانستان غاړې ته د عمري په نوم یو کیمپ جوړ شوی چې له پاکستانه اېستل شوي کډوال پکې لنډه دمه کوي. د دغه کیمپ لپاره ټاکل شوي د طالبانو د حکومت مسوول قریشي بدلون د سېپټېمبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې دغلته یې ۵،۰۰۰ کورنیو ته د اوسېدو انتظام کړی دی. د چارواکو په وینا له پاکستانه چې افغان کډوال دلته ورسېږي نو په عمري پنډغالي کې یې راجسټریشن کېږي، مرستې ورسره کېږي او بیا خپلو سیمو ته لېږدول کېږي. د مشال راډیو خبریال په تورخم کې عمري کیمپ ته ورغلی دی.

XS
SM
MD
LG