پي ټي ای وايي پولیسو یې د کراچۍ جلسې ته تلونکي لسګونه پلویان نیولي
پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) وايي، پر خنډونو سربېره یې د خپل بنسټګر او پخواني وزيراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره په کراچۍ کې احتجاجي جلسه کړې ده. ټاکل شوې وه چې د ګوند مخکښ مشران او پلویان د جنورۍ پر ۱۱مه د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح د مزار په باغ کې غونډه وکړي خو پولیسو هغه ځای ته تلونکې لارې تړلې وې. هلته په ځینو ځایونو کې د پولیسو او احتجاجیانو ترمینځ اخ و ډب هم وشو او پولیسو لسګونه کسان ونیول. هغه حکومت مخالفه ګوند تور پورې کوي چې پولیسو یې د پلویانو پر وړاندې "ځواک کارولی" دی خو زیاتوي چې د "ځپنو هڅو" باوجود یې احتجاجي غونډه وکړه. اخوا د سیند حکومت وايي، تحریک انصاف ته یې په میدان کې د جلسې اجازه ورکړې وه خو پلویانو یې د لارو په بندولو ولس ته ستونزې پیدا کړې او د ګډوډۍ هڅه یې وکړه نو ځکه یې پولیس پر وړاندې اقدام ته اړ شول. وروسته پي ټي ای شپې مهال په نمایش چورنګۍ کې جلسه وکړه چې ورته د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي په ګډون د ګوند بېلابېلو مخکښو سیاستوالانو ویناګانې وکړې او د خپل مشر عمران خان د خوشې کولو غوښتنه یې وکړه. خان له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د درغلۍ په ګډون په بېلابېلو تورونو بندي دی. نوموړی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او مقدمې سیاسي بولي. ویډیويي رپورټ.