نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان تر ۱۰۰ زیاتو نومیالیو سیاستوالانو، وکیلانو او د بشري حقونو فعالانو وزیراعظم میا محمد شهباز شریف ته یو پرانیستی لیک استولی دی چې پکې یې له نوموړي څخه د ماهرنګ بلوڅې او سیمي دین بلوڅې په ګډون د ټولو بلوڅ فعالانو خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
د کډوالو یو مشر او د کراچۍ د سهراب ګوټ اوسېدونکي سید مصطفا مشال راډیو ته وویل، له تېرو شاوخوا ۴۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسي او هلته یې رشتې کړې دي او کاروبارونه لري.
دوی د سلګونو کسانو په شمېر کې د مارچ پر ۲۸مه د بلوچستان له وډ سیمې نه د کوټې پر لور روان شوي دي. دوی د مارچ پر ۲۹مه له مستونګ نه مخکې خپل سفر پیل کړی دی.
د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن مشر اسد اقبال بټ د مارچ پر ۲۷مه د کراچۍ د خبريالانو په مرکز کې خبري غونډې ته وويل چې په بلوچستان کې ولس له سوله ييزې لارې غوښتنې کوي خو "رياست يي پر ضد طاقت" کاروي او هغوی "ترهګر" بولي.
سردار اختر جان مېنګل د مارچ پر ۲۶مه په ویډیو پیغام کې ویلي، د مارچ پر ۲۸مه د بلوچستان له وډ سیمې څخه لاریون پیلوي او تر کوټې به ورته دوام ورکوي.
د بلوڅ مېشتې ضلعې مستونګ انتظامي مشر زوهېب کبزي مشال راډیو ته وویل، وسلوالو د مارچ پر ۲۶مه شپې مهال د کوټې او کراچۍ ترمینځ پر سړک پر یو ګاډي برید کړی دی چې پکې د سي ټي ډي یو سرتېری او یو ولسي وګړی وژل شوي او د پولیسو بل سرتېری ژوبل دی.
سیمي دین بلوڅې او د هغې ملګرو د لادرکه بلوڅانو د موندلو لپاره احتجاج کاوه.
د بلوڅو د یووالي کمېټۍ مرکزي غړي صبغت الله شاه د مارچ پر ۲۲مه شپې ناوخته په یو ویډیویي پیغام کې تور پورې کړ چې پولیسو او د رياستي ادارو کارکوونکو پر سریاب سړک پر احتجاجیانو ډزې کړې دي، اوښلن ګیس ورباندې پاشلی او د دوی "ګڼ پلويان يې ژوبل" کړي دي.
یادې کمېټۍ د مارچ پر ۲۲مه پر ایکس پاڼه لیکلي چې پولیسو او انتظامیې د دوی د وژل شویو کسانو مړي هم په تحویل کې اخیستي دي.
د علي وزیر نېږدې ملګري او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي بادشاه پښتین مشال راډیو ته وویل چې د زندان چارواکو له تېرو څو ورځو راهیسې د علي وزیر پر ملاقاتونو هم " نااعلان شوی" بندیز لګولی دی.
د کراچۍ په افغان کډوالو کيمپ کې مېشت افغانان وايي چې د پاکستان د حکومت هغې پرېکړې سخت اندېښمن کړي چې د روانې مارچ مياشتې تر ۳۱مې ڼېټې دې له پاکستان په خپله خوښه ووځي ګنې وروسته به په زور افغانستان ته ستانه کړل شي.
د علي وزیر ملګري او د پي ټي اېم یو مخکښ بادشاه پشتین د مارچ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر شپږمه د ضمانت پیسې په بانک کې جمع کوي او هیله لري چې پر وزیر بله کومه مقدمه جوړه نه شي.
د نورو اسلامي هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم هر کال د روژې له راتګ سره د خورما (کجورو) کاروبار زیات شي ځکه چې ډېری خلک د اسلام د پیغمبر محمد (ص) د سنت پوره کولو لپاره په خورما روژه ماتول غواړي. لنډ ویډیويي راپور وګورئ.
د کمېټۍ مشر مرستیال مشر عبدالوهاب بلوڅ او د لادرکه بلوڅانو خپلوانو د فبرورۍ ۲۷مه په کراچۍ پریس کلب کې خبري غونډې ته وویل، پولیسو او د امنیتي ادارو کارکوونکو یاسر بلوڅ، صابر بلوڅ، نصیب بلوڅ، ګلزار بلوڅ، او سرفراز بلوڅ د کراچۍ ښار له بېلابېلو برخو څخه نیولي چې تر اوسه ورک دي.
د کراچۍ پولیسو د بلوڅانو د یووالي (یکجهتي) کمېټۍ فعالان د جبري بې درکیو پرضد مظاهرې ته نه دي پرېښي. ټاکل شوې وه چې هغوی د فبرورۍ پر ۲۶مه د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج وکړي، خو پولیسو یې مخه ونیوله. پولیس وايي چې فعالانو د احتجاج اجازه نه وه اخیستې. ویډیويي رپورټ.
د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د افغان کډوالو د ماشومانو لپاره د سید جمال الدین افغاني په نوم ښوونځی لا هم فعاله دی. دا ښوونځۍ په ۱۹۹۶ز کال کې د برهان الدین رباني د واکمنۍ په وروستیو کې جوړ شوی وو. پر هم هغه کال طالبان هم د کابل تر نیولو وروسته پر افغانستان واکمن شوي ول.
په کراچۍ کې د پاکستان او نیو زیلینډ ترمینځ د اتلانو جام لومړۍ سیالي کېږي. د فبرورۍ پر ۱۹مه د ښار په ملي لوبغالي کې د لوبې لیدو ته ګڼ خلک ورغلي. لنډ ویډیويي رپورټ وګورئ..
د بلوڅانو د يووالي کمېټۍ مرستیال مشر عبدالوهاب بلوڅ او د ورکو بلوڅانو د لټون لپاره د فعاله سازمان وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز غړې سیمي دین بلوڅ د فبرورۍ پر ۱۲مه په کراچۍ پرېس کلب کې د خبرې غونډې پر مهال دعوه وکړه چې له هغو څخه یې ۴۳ کسان يوازې د بلوچستان په مکران سيمه کې ورک شوي دي.
نور وښیئ