د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ یو عدالت د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ مشره ماهرنګ بلوڅه د بغاوت مقدمه کې بري کړې ده


په کراچۍ کې فعالانو د ماهرنګ بلوڅې ګرفتارۍ پرضد د مظاهرې پر مهال په لاسونو کې د هغې تصویرونه نیولي دي - انځور له ارشیفه.
په کراچۍ کې فعالانو د ماهرنګ بلوڅې ګرفتارۍ پرضد د مظاهرې پر مهال په لاسونو کې د هغې تصویرونه نیولي دي - انځور له ارشیفه.

د کراچۍ یو عدالت د بلوڅانو د یووالي (یکجهتي) کمېټۍ مشره او د بشري حقونو فعاله ډاکتره ماهرنګ بلوڅه په یوه قضیه کې بري کړې ده.

د نوموړې وکیل وقار بلوڅ مشال راډیو ته وویل، هغه د ډېسېمبر پر درېیمه د کوټې له زندانه د ویډیو کنفرانس له لارې د قاضي ایاز مصطفا جوکیو په عدالت کې اورېدنې ته حاضره شوه.

دی وايي، څو میاشتې مخکې یې د ترهګرۍ ضد عدالت ته پر بلوڅې د بغاوت د هڅو مقدمې پر وړاندې درخواست ورکړی وو.

دی وايي، عدالت د ډېسېمبر پر درېیمه په هغه قضیه کې د نوموړې د بري کولو امر وکړ.

بلوڅ وايي، دا مقدمه په ۲۰۲۴ز کال کې په اکتوبر کې د کراچۍ په قایداباد تاڼه کې دایره شوې وه چې پکې پر نوموړې د بغاوت، د ولس د پارولو او ترهګرۍ په ګډون یوشمېر تورونه پورې شوي ول.

دی وايي، مقدمه تر هغې یوه ورځ وروسته دایره شوې چې ماهرنګ بلوڅه د نیو یارک یوې غونډې ته د سفر په موخه کراچۍ هوايي ډګر ته ولاړه خو هلته ورته چارواکو له هېواده د بهر تګ اجازه ور نه کړه.

بلوڅ وايي، پولیسو د خپلو تورونو د ثابتولو لپاره هېڅ شواهد، ویډیويي مواد یا عیني شاهدان وړاندې نه کړای شول او زیاته یې کړه چې مقدمه له لومړۍ ورځې راهیسې پر درواغو ولاړه وه نو ځکه عدالت د بلوڅې د برات پرېکړه وکړه.

د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ مشره البته له مارچ راهیسې په کوټه کې بندي ده او له یوشمېر مقدمو سره مخامخ ده.

هغه ناحکومتي کمېټي د ورکو بلوڅانو د موندلو او د بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه کوي او اکثر لاریونونه، غونډې او ناستې تنظیموي.

د کمېټۍ فعالانو او پلویانو له مارچ راهیسې د بلوڅې په ګډون د خپلو نورو ملګرو د بند او جبري بې درکیو پرضد څو ځلې مظاهرې، احتجاجونه او پرلتونه وهلي دي.

د بلوچستان حکومت د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ مشرې ډاکترې ماهرنګ بلوڅې په ګډون یوشمېر فعالان په مارچ کې پر پولیسو د تشدد او سرکاري ودانیو ته د زیان په تور نیولي ول.

بلوڅه او لسګونه نور فعالان د مارچ پر ۲۲مه په کوټه کې د خپلو ګرفتارو ملګرو د خوشې کولو لپاره د احتجاج پر مهال ونیول شول.

ډاکترې ماهرنګ بلوڅې د مارچ پر ۲۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې پولیسو یې پر سوله ییزو مظاهرچیانو ډزې کړې دي چې پکې "درې تنه وژل" شوي او "۱۳ ژوبل" دي.

خو د بلوچستان د حکومت ویاند شا‌هد رند پر هم هغه ورځ رسنيو ته په لېږدولي بيان کې تور پورې کړی وو چې مظاهرچیانو پر پولیسو تشدد وکړ چې پکې د سرتېرو په ګډون ۱۰ کسان ژوبل شول.

د کوټې کمېشنر حمزه شفقات هم د مارچ پر ۲۲مه په بيان کې تور پورې کړی وو چې مظاهرچیانو پر سریاب سړک د ښار د امنیت لپاره د څارګرو کیمرو، ډاکخانې ودانيو، ټرانسپورټ اډو او ګاډو ته زيان رسولی دی.

خو د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ د چارواکو دا تورونه رد کړل.

ماهرنګ بلوڅه د پاکستان د امنیتي او استخباراتي ادارو پر تګلارو د انتقاد لپاره پېژندل کېږي او د ګڼو بلوڅانو په جبري بې درکیو، ناقانونه حراست او ماواری عدالتي وژنو یې تورونوي.

خو هغه یوازې نه ده، د پاکستان د بشري حقونو کمېشن پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي.

د پاکستان د قانوني چارو وزیر اعظم نذیر تارړ په ۲۰۲۴ز کال کې ویلي ول چې د ورکو کسانو مسله خورا پېچلې ده او دا چې په جبري بې درکیو کې د دولتي بنسټونو ککړتیا نه شي ردېدای خو زیاته کړې یې وه چې په دې لړ کې یې کره شواهد نه دي ترلاسه کړي.

اخوا د پاکستان پوځ په پراخ کچ د خلکو د ورکولو تورونه ناسم بولي او وايي چې ځینې کسان چې بې درکه بلل کېږي، اصلاً له وسلوالو ډلو سره یوځای شوي دي او ځینې یې د عملیاتو او نښتو پر مهال وژل شوي دي.

له دې پرته په پاکستان کې د جبري بې درکیو د پلټنو سرکاري کمېشن وايي، له ۲۰۱۱ز کال راهیسې یې د څه باندې ۱۰،۰۰۰ کسانو ورکېدل ثبت کړي دي چې ورڅخه یې ۸،۰۰۰ قضیې هوارې کړې دي.

XS
SM
MD
LG