د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د ټرانسپورټرانو احتجاج دوام لري
د پاکستان د سېند صوبې په کراچۍ ښار، د پنجاب په ګڼو ښارونو او د هېواد په ځینو نورو برخو کې د مال لېږدوونکیو ټرانسپورټرانو د اتحادیې احتجاج د ډېسېمبر پر ۱۳مه هم دوام لري. دوی دا احتجاج د ډېسېمبر له اتمې پیل کړی او خپلې لارۍ یې درولې دي. ټرانسپورټران وايي، په پنجاب صوبه کې ورباندې د نوي ټرافیکي قانون په پلمه زیاتې جرمانې لګول کېږي، پولیس د هغوی لارۍ نیسي او د موټروانانو خلاف یې مقدمې درج کوي. بل پلو، د سېند او پنجاب حکومتي چارواکي وايي چې د ټرانسپورټرانو د اتحادیې له مشرانو سره یې خبرې روانې دي او تمه لري چې ډېر زر به د حل یوه لاره وباسي. د مشال راډیو د خبریال ویډیويي راپور وګورئ.