غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د ملي جمهوري غورځنګ د زده کوونکو سازمان مشر نعمان وزیر احتجاجیانو ته په وینا کې وویل چې خيبر پښتونخوا یو ځل بیا د تشدد له زیاتېدونکو پیښو سره مخامخ شوې ده او له يوشمېر سيمو خلک کډو کولو ته مجبور شوي دي.
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړو د ډېسېمبر پر ۳۱مه په هغه صوبه کې د امنیت پر خرابیدونکي وضعیت بحث وکړ او په همدې موخه يې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حيات ګنډه پور هم ورغوښتلی وو چې پر امنيتي چارو د اسمبلۍ غړو ته معلومات ورکړي.
هلته د کورمې په سده کې د ډېسېمبر پر ۳۰مه، سنیانو مظاهره وکړه. دوی غوښتنه کوله چې د فرقهايزو نښتو پر مهال د بګن، ټالو کونج، او باچاکوټ سیمو اوسېدونکو ته د رسېدلو زیانونو معاوضه ورکړل شي.
په سیمه کې شیعه ګان له یو نیمې اونۍ راهسې د پاړه چینار پریس کلب مخې ته ناست دي او سنیانو دوه ورځې وړاندې په بګن کې پر ټل-پاړه چینار مرکزي سړک پرلت وهلی دی.
د ډېسمبر پر ۱۶مې پر ارمي پبلک سکول د وسلوال بريد په اړه غونډه کې د حکومت مخالفه ګوندونو د غړيو ترڅنګ د حکومتي ګوند تحريک انصاف استازیو هم په خپلو ويناګانو کې د ترهګرۍ پرضد د پاکستان د مرکزي حکومت پالېسي ناکامه وبلله.
د سوداګرۍ خونې مشر فضل مقیم خان د ډېسېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، په تېرو کلونو کې د وفاقي او صوبايي حکومتونو د ناسمو تګلارو له وجې له افغانستان سره سوداګري څو چنده کمه شوې ده.
کونډي د ډېسېمبر پر پینځمه غونډې ته په پرانیستونکې وینا کې وویل چې تر غونډې وروسته متفقه اعلامیه وفاقي حکومت ته استوي او د صوبايي اسمبلۍ استازي به یې د خیبر پښتونخوا حکومت سپاري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د نومبر پر ۲۷مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې افغانان د ډېسېمبر تر ۳۱مې وروسته په هغه ښار کې د پاتې کېدو اجازه نه لري.
د کورمې انتظامي مشر جاوېد الله مسید د نومبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د اوربند رسمي اعلان لا نه دی شوی خو دواړو لوریو ورسره په نښتو درولو موافقه کړې ده. دی وايي چې د کورمې په ځینو برخو کې لا هم ډزې کېږي چې د درولو هڅه یې کوي.
مرستیال کمشنر جاویدالله مسید د نومبر پر ۲۲مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې جګړه لومړی په جلامئۍ ، چاردیوال او ټالو کونج کې پیل شوې او بیا نورو سیمو ته غځېدلې ده.
په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د نومبر پر ۲۱مه په راپور کې ويلي دي چې د نومبر په لومړيو ۲۰ ورځو کې په وسلوالو بريدونو او نښتو کې ۵۵ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
د انجمن حسینیه په نوم د شیعه ګانو سازمان یو مشر جلال حسین بنګښ د جمعې تر لمانځه مخکې په خطبه کې پر تاوتریخوالي خپګان ښوولی دی او ویلي یې دي چې شیعه ګان ودانیو او بېخبنا ته د زیان رسولو له پېښو سره هېڅ تړاو نه لري.
جماعت اسلامي په باجوړ کې د خپل یو مخکښ سیاستوال د وژنې پرضد د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې احتجاجونه کړي دي. محمد حمید صوفي د نومبر پر ۱۴مه د باجوړ په عنایت کلا کې په یو وسلوال برید کې وژل شوی وو. د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د نوموړي د وژنې ذمه واري منلې. ویډیويي رپورټ.
عدنان خان اعتراض وکړ چې د پيسو جمع کولو او امتحان ورکولو سربېره قبايلي ځوانان د سي ټي ډي له نوکريو څخه محرومه ساتل کېږي.
د شوې یو اوسېدونکي ګل امین مشال راډیو ته وویل چې د ځمکې مالکان باید په کمېشن کې استازیتوب ولري "زموږ دوه بېل تحصلیونه دي تحصیل شوه او تحصیل سپینوام. [د تېلو او ګیس پیداوار لپاره] ځمکه موږ ورکړې ده. د [خراب امنیت] له وجې زموږ په زرګونو اېکړه ځمکه محاصره ده.
د قانوني مسودې له مخې د څارویو او ځناورو وهل، ورسره ناسم چلند، په ناوړه او غیرمناسبو حالاتو او چاپېریال کې د څارویو، ځناورو او مرغانو ساتل او په څارویو د زیات بار لېږد په سر تر ۱۰۰،۰۰۰ روپیو پورې جرمانه او تر شپږو میاشتو پورې د بند سزا وړاندیز شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار امجد علي د اسمبلۍ له مرستیالې سپیکرې غوښتنه وکړه چې د پېښې د پلټنو لپاره دې پارلېماني کمېټۍ جوړه کړې.
د وکیلانو ټولنې مرستیال صادق علي مومند مشال راډیو ته وویل چې د ناامنۍ له وجې وکیلان، قاضیان او د عدالتونو کارکوونکي له ګواښونو سره مخامخ دي.
وزیراعلی، علي امين ګنډه پور د اکتوبر پر ۱۴مه د پرېکړه ليک د عملي کولو غوښتنه وکړه.
نور وښیئ