د خیبر پښتونخوا سیاسي ګوندونو، مدني فعالانو، او زده کوونکو په تعلیمي ادارو کې د زده کوونکو د سازمانونو بحالولو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر نهمه د پېښور په پریس کلب کې د انقلابي سټوډنټس ارګنایزیشن تر سیوري لاندې، د تعلیمي ادارو د زده کوونکو د سیاسي تنظیمونو پر بندیز د احتجاج لپاره یو سیمنار وشو.
په دې سیمنار کې ویناوالو د صوبې پر اعلا وزیر علي امین ګنډاپور غږ وکړ چې خپله ژمنه پوره کړي او په تعلیمي ادارو کې د زده کوونکو اتحادیې بېرته بحال کړي.
علي امین ګنډاپورد ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۳۱مه، په صوبه کې د زده کوونکو د سازمانونو د بحالولو اعلان کړی و.
دا سیمنار د فبرورۍ پر نهمه ځکه ترسره شو، چې د ۱۹۸۴ز کال د فبرورۍ په میاشت کې، د هغه وخت پوځي واکمن جنرال ضیا الحق د زده کوونکو پر اتحادیو بندیز لګولی و.
په پېښور پریس کلب کې دې سیمنار ته د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشران، مدني فعالان، پوهان، او پخواني استادان ورغلي وو.
په دغه مهال، زده کوونکو، مدني فعالانو، او ځینو سیاستوالو وویل، چې د یاد بندیز له امله، په تېرو ۴۱ کلونو کې، د پوهنتونونو پر ماحول بد اغېز پرېوتی، او سیاسي شعور، مفکوره، او مثبت فکر ته یې ډېر زیان رسولی دی.
په خیبر پښتونخوا کې د زده کوونکو سازمانونه د سیاسي، تعلیمي، او ټولنیزو بدلونونو مهم عنصر پاتې شوي دي، خو د وخت په تېرېدو سره پرې مختلف بندیزونه لګېدلي دي.
د ۱۹۶۰مو کلونو راهیسې، مسلم سټوډنټس فیډرېشن (اېم اېس اېف)، نیشنل سټوډنټس فیډرېشن (اېن اېس اېف)، اسلامي جمعیت طلبه (ای جی ټي)، او پیپلز سټوډنټس فیډرېشن (پي اېس اېف) د زده کوونکو د حقونو د دفاع لپاره مهم رول لوبولی.
دا سازمانونه نه یوازې د تعلیمي اصلاحاتو لپاره مبارزه کوله، بلکې د سیاسي نظام د بدلون لپاره یې هم مظاهرې کولې. د ۱۹۶۸-۶۹ کلونو کې کې د زده کوونکو غورځنګ، چې د جنرال ایوب خان د واک پای ته رسولو لپاره پیل شوی و، خیبر پښتونخوا کې هم پراخ ملاتړ وموند. د پېښور پوهنتون، اسلامیه کالج، او ګومل پوهنتون زده کوونکو د هغو مظاهرو مشري وکړه، چې د ایوب خان د رژیم د کمزوري کولو سبب شو.
په ۱۹۷۷ز کال د پوځي کودتا وروسته، د جنرال ضیاالحق د واک پر مهال، د زده کوونکو پر ټولنو بندیز ولګول شو او بالاخره د ۱۹۸۴ز کال د فیبرورۍ پر نهمه، په رسمي ډول زده کوونکو سازمانونه غیرقانوني اعلان شول.
له هغه را وروسته، که څه هم ځینې تنظیمونه غیررسمي فعال پاتې شول، خو زده کوونکو ته د خپلواک سیاسي فعالیت اجازه نه وه.
په ۱۹۹۰ کلونو کې، د ځینو تنظیمونو فعالیت بېرته راژوندی شو، خو د پوهنتونونو په چاپېریال کې سیاسي فعالیتونه ډېر محدود پاتې شول.
د زده کوونکو د اتحادیو د بحالۍ لپاره غوښتنې د پخوا راهسې دوام لري، د پاکستان پخواني وزیر اعظم عمران خان په ۲۰۱۹ز کال کې د زده کوونکو د سازمانونو بحالۍ لپاره د ضابطه اخلاق جوړولو هوډ ښودلی وو.