د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د پرمختیايي پروګرامونو اړوند د وفاق د کمېټۍ ضد قرارداد منظور کړ


د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ وداني ـ انځور له ارشيفه
د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ وداني ـ انځور له ارشيفه

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې حکومتي غړو په قبایلي سیمو کې د پرمختیايي پروګرام اړوند د وفاقي حکومت کميټي رد کړې ده.

په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د جنورۍ پر ۲۸مه د هغې صوبې له قبايلي او نورو ضلعو سره د اړه لرونکو صوبايي حکومت غړو د هغې کمېټۍ پرضد قرارداد منظور کړ چې وفاقي حکومت په قبايلي سيمو کې د پرمختيايي پروګرام د مالي پانګو د مصرفولو لپاره اعلان کړی وو.

د اسمبلۍ تر غونډې وروسته له باجوړه د صوبايي اسمبلۍ غړي انور زېب خان مشال راډيو ته وويل، د قبايلي سيمو په خيبر پښتونخوا صوبه کې تر ګډېدو وروسته هلته د پرمختيايي کارونو ټول واک له صوبايي حکومت سره دی. د ده په خبره د وفاق لخوا ياده کمېټۍ اعلانول غير قانوني ګام دی.

نوموړي زياته کړه، "دوی لکه د پخوا په شان، چې په قبایلي ضلعو کې تر اېف سي ار لاندې پرېکړې کېدې او واک به له پوليټیکل اېجنټ او ګورنر سره وو، پرېکړې کول غواړي. اوس خو پوليټیکل اېجنټ نه شته نو دوی د ډېپټي کمېشنر (ضلعي انتظامي مشر) لپاره یوه کمېټۍ جوړه کړې ده چې دا پیسې چې تر پرمختيايي پروګرام لاندې به په ضم شویو قبایلي ضلعو کې لګېږي نو تر دغې کمېټۍ لاندې به لګول کېږی. موږ د دې شدید مخالفت کوو ځکه چې اوس موږ د خیبر پښتونخوا صوبې برخه یو، انضمام مو ورسره شوی دی، په اسمبلۍ کې غړي لرو. دلته باید د وزیراعلا په مشرۍ کې پرېکړې وشي."

د جنورۍ پر ۲۸مه په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د وفاقي کمېټۍ ضد د وړاندې شوي قرارداد په حق کې د حکومت مخالفو ګوندونو استازو رایې ورنه کړې.

په اسمبلۍ کې د حزب اختلاف غړي نثار باز مشال راډیو ته وویل "زموږ دا سوال دی چې تر دې مخکې چې د پخوانۍ فاټا لپاره کوم فنډونه راغلي دي، هغه ولې په قبایلي سیمو کې نه دي لګول شوي؟ نو موږ ځکه دا وېره لرو چې که مرکز صوبې ته پیسې ورکړي نو دا ضمانت به څوک ورکوي چې دوی به دا پیسې په قبایلي سیمو کې مصرفوي؟"

دا تر هغې وروسته ده چې د پلانونو او پرمختیايي چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۳مه، رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې وویل چې وزیراعظم شهباز شریف د قبایلي ضلعو د پرمختیايي چارو لپاره یوه کمېټۍ جوړه کړې ده. هغه مهال ویل شوي وو چې د ټاکل شوې ۱۰ کسیزې کمېټۍ پر سپارښتنه به د چټک پرمختیايي پروګرام مالي پانګې مصرفېږي. په بیان کې ویل شوي ول چې د خیبر پښتونخوا د ګورنر په ګډون یوشمېر چارواکي به د کمېټۍ غړي وي او د پرمختیايي چارو ۸۰ سلنه برخه به د هغوی تر څار لاندې په قبایلي ضلعو کې لګېږي.

وفاقي حکومت لا نه ده روښانه کړې چې د داسې یوې کمېټۍ د جوړولو اړتیا ولې پېښه شوه.

شنونکي وايي د مرکز او صوبې ترمینځ د قبایلي ضلعې د پرمختیايي پروګرامونو پر سر دا لانجه باید په منصفانه ډول حل کړل شي. شنونکی او خبریال لحاظ علي مشال راډیو ته وویل، صوبايي حکومت او وفاق دواړه د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره فنډونه د سیاست له مخې کارول غواړي. د هغه په وینا د مسلې هواری باید داسې وشي چې د قبایلي سیمو د ترقۍ لپاره په منصفانه ډول دا پیسې ولګول شي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې په اساسي قانون کې د بدلون له مخې د قبایلو پخوانی حیثیت ختم کړ او هغه یې د خیبر پښتونخوا برخه کړې.

حکومت هغه مهال ژمنه کړې وه چې تر ۱۰ کلونو پورې به په قبايلي سيمو کې ځانګړي پرمختيايي کارونه کېږي او د پاکستان له قامي مالياتي کمېشن (اېن اېف سي اېوارډ) له پيسو څخه به درې فيصده برخه ورکوي.

XS
SM
MD
LG