د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونډي د بلدياتي استازو په ملاتړ د وزيراعلا دفتر مخې ته د پرلت وهلو ګواښ کړی

تازه شو

د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کريم کونډي د بلدیاتي استازو په غونډه کې
د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کريم کونډي د بلدیاتي استازو په غونډه کې

د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کونډي وايي، که صوبايي حکومت د منتخبو بلدياتي استازو ستونزې هوارې نه کړې نو تر وړوکي اختر وروسته به له هغوی سره يو ځای د وزيراعلا د دفتر او صوبايي اسمبلۍ مخې ته پرلت وهي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۵مه په ګورنر هاوس کې په خپل کوربه توب د خيبر پښتونخوا د منتخبو بلدياتي استازو د ستونزو په اړه وربلل شوې غونډې (کنوېنشن) ته په وينا کې وويل چې په وفاق کې هم له چارواکو سره د صوبې د بلدياتي استازو ستونزې شريکوي.

کونډې وویل: "ستاسو د حق لپاره به موږ په اسلام اباد کې هم جګړه کوو. که له صوبايي حکومت سره په مذاکراتو ستونزه هواره نه شوه نو تاسو بيا تياری ونيسي، تر [وړوکي] اختر وروسته به زه مخکې يم او د [خيبر پښتونخوا] اسمبلۍ او وزيراعلا هاوس مخې ته به پرلت وهو او له هغه ځايه به د خپل حق د ترلاسه کولو وروسته پاڅو."

بلدياتي استازو غونډې ته په وينا کې وويل چې حکومت ورته په تېرو درو کلونو کې د پرمختيايي کارونو لپاره هېڅ پیسې او اختيارات نه دي ورکړي.

د خیبر پښتونخوا حکومت لا د کونډي او بلدیاتي استازو د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. خو اعلاوزیر علي امین ګنډه پور او کونډی له یوې مودې راهیسې له یو بل سره اختلافات لري او د یو بل پرضد بیانونه ورکوي.

د فبرورۍ پر ۲۱مه د خيبر پښتونخوا حکومت د کابينې په غونډه کې د بلدیاتي ادارو یا حکومتونو په قانون کې د يو بدلون منظوري ورکړې وه.

حکومت تر دې وروسته په بیان کې وویل چې د بدلون موخه بلدياتي استازو ته اختيارات ورکول دي، خو په ګورنر هاوس کې غونډې ته د بېلا بېلو ضلعو بلدياتي استازو وويل چې صوبايي حکومت وخت په وخت د فنډونو او اختياراتو ژمنې ورسره کړې دي چې تراوسه یې نه دي عملي کړې.

په خیبر پښتونخوا کې په دوو پړاوونو کې، د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر او د ۲۰۲۲ز کال په مې کې، بلدیاتي انتخابات شوي ول.

د صوبې د بلدیاتي ادارو د قانون د ۵۳مې مادې له مخې، د صوبې په کلنۍ بودیجه کې باید ۳۰ سلنه پیسې د بلدیاتي ادارو لپاره ځانګړې شي.

چارواکي وايي، د ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال په بودیجه کې ۳۷ اربه روپۍ د بلدیاتي ادارو لپاره جلا شوې وي.

تر دې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا بلدیاتي استازو د پیسو د نه شتوالي او د حکومت نه پاملرنې له وجې مظاهرې کړې دي.

پولیسو د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د مظاهرې په وخت د بلدياتو پر استازو اوښکې بهونکی ګېس وکاراوه.

خو وروسته ورسره حکومت مذاکرات وکړل او د هغوی د واک او فنډونو په اړه د غوښتنو د پوره کولو ژمنې یې وکړي.

XS
SM
MD
LG