غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
مرستیال کمشنر جاویدالله مسید د نومبر پر ۲۲مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې جګړه لومړی په جلامئۍ ، چاردیوال او ټالو کونج کې پیل شوې او بیا نورو سیمو ته غځېدلې ده.
په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د نومبر پر ۲۱مه په راپور کې ويلي دي چې د نومبر په لومړيو ۲۰ ورځو کې په وسلوالو بريدونو او نښتو کې ۵۵ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
د انجمن حسینیه په نوم د شیعه ګانو سازمان یو مشر جلال حسین بنګښ د جمعې تر لمانځه مخکې په خطبه کې پر تاوتریخوالي خپګان ښوولی دی او ویلي یې دي چې شیعه ګان ودانیو او بېخبنا ته د زیان رسولو له پېښو سره هېڅ تړاو نه لري.
جماعت اسلامي په باجوړ کې د خپل یو مخکښ سیاستوال د وژنې پرضد د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې احتجاجونه کړي دي. محمد حمید صوفي د نومبر پر ۱۴مه د باجوړ په عنایت کلا کې په یو وسلوال برید کې وژل شوی وو. د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د نوموړي د وژنې ذمه واري منلې. ویډیويي رپورټ.
عدنان خان اعتراض وکړ چې د پيسو جمع کولو او امتحان ورکولو سربېره قبايلي ځوانان د سي ټي ډي له نوکريو څخه محرومه ساتل کېږي.
د شوې یو اوسېدونکي ګل امین مشال راډیو ته وویل چې د ځمکې مالکان باید په کمېشن کې استازیتوب ولري "زموږ دوه بېل تحصلیونه دي تحصیل شوه او تحصیل سپینوام. [د تېلو او ګیس پیداوار لپاره] ځمکه موږ ورکړې ده. د [خراب امنیت] له وجې زموږ په زرګونو اېکړه ځمکه محاصره ده.
د قانوني مسودې له مخې د څارویو او ځناورو وهل، ورسره ناسم چلند، په ناوړه او غیرمناسبو حالاتو او چاپېریال کې د څارویو، ځناورو او مرغانو ساتل او په څارویو د زیات بار لېږد په سر تر ۱۰۰،۰۰۰ روپیو پورې جرمانه او تر شپږو میاشتو پورې د بند سزا وړاندیز شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار امجد علي د اسمبلۍ له مرستیالې سپیکرې غوښتنه وکړه چې د پېښې د پلټنو لپاره دې پارلېماني کمېټۍ جوړه کړې.
د وکیلانو ټولنې مرستیال صادق علي مومند مشال راډیو ته وویل چې د ناامنۍ له وجې وکیلان، قاضیان او د عدالتونو کارکوونکي له ګواښونو سره مخامخ دي.
وزیراعلی، علي امين ګنډه پور د اکتوبر پر ۱۴مه د پرېکړه ليک د عملي کولو غوښتنه وکړه.
د خیبر په رېګي للمه کې د جرګې په کیمپ کې د غورځنګ یو فعال لطیف وزیري مشال راډیو ته وویل چې د موبایل ټېلېفون شبکې او انټرنېټ بندېدو له وجې په اسانۍ له ملګرو سره رابطه نه شي کولای خو زیاته یې کړه چې تر ۸۰ پورې فعالان نیول شوي دي.
د اکتوبر پر اوومه سپیشل مجسټرېټ سردار محمد اصف او اسېسټنټ کمېشنر عبدالله د پښتونخوا هاوس مرکزي دروازه د یو کاغذ په لګولو بنده کړه چې پرې لیکل شوي ول چې "پښتونخوا هاوس د ودانیو د قواعدو خلاف ورزي په بنیاد تړل شوی."
د ګوند مخکښ اسد قیصر د اکتوبر پر پينځمه شپې ناوخته په يو ويډيو بیان کې د ګنډه پور د "ورکولو" تور پر وفاقي حکومت پورې کړ او زیاته یې کړه چې دا د ټولې صوبې بې عزتي ده.
د "پي ټي اېم اپډېټس" په نوم پر فېسبوک له جوړې شوې پاڼې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو فعال د هغې صحنې ژوندۍ ويډيو خپره کړې چې ظاهراً پکې ښکاري چې پوليس د پي ټي اېم پر غړو اوښلن ګيس کاروي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
د سېپټېمبر په ۳۰مه، د اسمبلۍ د غونډې وروسته، د حزب اختلاف غړي صوبیې شاهد مشال رېډیو ته وویل چې په اسمبلۍ کې یواځې په یوه ورځ تر ۴۰ لکو پورې اخراجات راځي، او د تحریک انصاف غړو د صوبې د مفاداتو او قانون سازۍ پر ځای په اسمبلۍ کې دننه د جلسو او جلوسونو یو ماحول جوړ کړی دی.
مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د سېپټمبر پر ۲۹مه په پېښور کې له هغه وروسته خبري غونډې ته وکړې چې ګوند يې نوموړی د راتلونکو پينځو کالونو لپاره خپل مشر وټاکه.
د کورمې د صحت محکمې چارواکو، ځايي قبایلي مشرانو او پولیسو د معلوماتو له مخې، په سیمه کې د سېپټمبر له ۲۰مې په روانو نښتو کې د سېپټمبر تر ۲۷مې ناوخته لږ تر لږه ۱۳۰ تنه ټپي شوي هم دي.
په قامي اسمبلۍ کې د کورمې د استازي حمید حسین توري د سېپټېمبر پر ۲۶مه په پاړه چینار کې ولسي غونډې ته وویل چې په سیمه کې د اوربند عملي کولو هڅې روانې دي.
نور وښیئ