د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ په غونډه کې حکومتي او حکومت مخالفه غړو د ترهګرۍ پرضد پالیسيو او د پېښور پر ارمي پبلک سکول د بريد په اړه د عدالتي رپورټ پر نه خپرېدو نیوکه کړې ده.
د ډېسمبر پر ۱۶مې پر ارمي پبلک سکول د وسلوال بريد په اړه غونډه کې د حکومت مخالفه ګوندونو د غړيو ترڅنګ د حکومتي ګوند تحريک انصاف استازیو هم په خپلو ويناګانو کې د ترهګرۍ پرضد د پاکستان د مرکزي حکومت پالېسي ناکامه وبلله.
پر دې مهال خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند غړي نثار باز وويل چې د پاکستان وګړي، په تېره د ارمي پبلک سکول د وژل شويو ماشومانو ميندې او پلرونه تر نن ورځې پورې انتظار باسي چې د عدالتي کمېشن رپورټ ورته په ډاګه شي.
هغه وویل "جوډيشل کمېشن خپل رپورټ فاينل کړ. د دې وطن هر باشعوره او باضميره پښتون تپوس کوي چې هغه رپورټ ولې په ډاګه نه کړای شو؟ نن هم په بريد کې د وژل شويو ماشومانو د والدينو همدغه مطالبه ده."
د ۲۰۱۴ ز د ډېسېمبر پر ۱۶مه، د پېښور پر ارمي سکول په وسلوال برید کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کوونکي ول. د هغه بريد ذمه واري د پاکستانيو طالبانو جماعت الاحرار ډلې منلې وه.
د پاکستان د هغه وخت حکومت د بريد د پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو ترڅنګ د هېواد د سياسي ګوندونو په سلا مشوره د قامي اېکشن پلان په نامه د ترهګرۍ ضد تګلاره هم اعلان کړې وه.
غونډې ته په وينا کې د حکومتي ګوند تحريک انصاف صوبايي وزير افتاب عالم اپرېدي د ارمي پبلک سکول په بريد کې د وژل شويو ماشومانو ميندو او پلرونو ته د انصاف ورکولو غوښتنه وکړه.
د پيپلز ګوند احمد کونډي بيا په خپلو خبرو کې وړانديز وکړ چې د ترهګرۍ پېښو د عمده لاملونو په ګوته کولو لپاره دې د اسمبلۍ پر غړيو مشتمله يوه کمېټي جوړه کړل شي.
بلخوا د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ارمي پبلک سکول د حملې په مناسبت د ډېسمبر پر ۱۶مه پر خپله اېکس پاڼه په يو بيان کې د وسلوالو پر ضد د پرېکنده ګامونو اخیستلو ژمنه تکرار کړې ده.