صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
په پښین کې په یوه افغان کډواله کورنۍ کې دوه ماشومانې دي چې ګوزڼ وهلې دي. هغوی وايي چې په کوچنیوالي کې یې انا (نیا) ورته واکسیني څاڅکي نه ورکول چې اوس د معذورۍ ژوند تېروي. د هغو دواړو خویندو قصه په ویډیويي رپورټ کې.
د پښين د برښور سيمې په يوه کلي کې د نجونو يو داسې سرکاري سکول شته چې خپله ودانۍ نه لري او له تېرو ۲۴ کلونو راهيسې يوه ښوونکې په يوه شخصي خونه کې زده کوونکو ته درس ورکوي.
د کلاسېف الله د کرني ادارې مشر حبیب الله مشال راډیو ته ویلي چې په یاده سیمه کې یې د تاوان کره معلوماتو په اړه سروې روانه ده. د مشال راډیو خبریال صمد شبنم نور حال وړاندې کوي.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې ځايي خلکو، پنډیانو او سوداګرو د کندهار له سپین بولدک سره د سفري اسانتیاوو لپاره لاریون کړی دی. د اګست ۱۴مې د لاریون ګډونوالو په لاسونو کې تور بیرغونه نیولي ول، د چمن د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) تر دفتره ورغلل او هلته یې خپلې غوښتنې تکرار کړې. ويډيو رپورټ.
غوث الله د اګست پر ۱۳مه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال دعوه وکړه چې حکومت د کندهار له سپین بولدک سره بې له سفري اسنادو د خلکو تګ راتګ له ژمنې په شا شوی دی.
دوی د اګست پر اتمه، له مشال راډیو سره په خبرو کې په راتلونکو ورځو کې د پرلت بیا پیلولو ګواښ وکړ. د سوداګرو د ټولنې مشر او د پخواني پرلت ویاند صادق اڅکزی وايي چې چارواکو تر څو ورځو پورې خلکو ته په شناختي کارډ او تذکرو د تګ راتګ اجازه ورکړه خو اوس بیا پاسپورټ او ویزه غواړي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پاکستان تحریک انصاف سیاستوالانو او پلویانو د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د ناامنۍ، هدفي وژنو، د ناامنۍ پرضد د عزم استحکام په نوم د عملیاتو او نشه يي توکو د
تحریک تحفظ ایین پاکستان یا د پاکستان د ایین ساتنې غورځنګ د هېواد په ګڼو ښارونو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د خوشي کولو لپاره احتجاجونه کړي دي. د جولای پر ۲۶مه په کوټه او پېښور کې احتجاج کوونکو د ګرانۍ، عزم استحکام عملیاتو، او د بنو پر امن پاڅون د ډزو مخالفت هم وکړ..
د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې چمن او د کندهار د سپین بولدک ترمینځ پر لاره د خلکو تګ راتګ پیل شوی دی خو هغوی شکایت کوي چې له ستونزو سره مخامخ دي. ویډیويي رپورټ.
په چمن کې نهه میاشتنی احتجاجي ناسته د جولای پر ۲۱مه تر هغې وروسته ختمه شوه چې د پرلت غړو او مشرانو وویل چې حکومتي مذاکراتي پلاوي ورسره د پخوا په څېر په شناختي کارډ او تذکرو د تګ راتګ، د نیول شویو احتجاجیانو خوشې کولو او پرضد یې د مقدمو ختمولو غوښتنې ومنلې.
د پرلت کمېټۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي ولسیار خان د جولای پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې حکومتي پلاوي د جولای پر ۲۰مه په کوټه کې د پرلت له استازو سره د مذاکراتو وروستی پړاو ترسره کړ.
د بلوچستان د پښتون مېشتې پښین ضلعې د برښور پوټي عیسازۍ کلي ماشومان په خېمه کې زدکړې کوي. د دې حکومتي ښوونځي ښوونکی وايي، د سکول ودانۍ درې کاله مخکې توپاني بادونو نړولې چې لا هم بېرته نه ده رغول شوې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ فعال او ولسي شاعر ګیله من وزیر مړی د جولای پر ۱۲مه مازيګر د شمالي وزیرستان د رزمک ډويژن په اسدخېلو کلي کې د هغه په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د بلوچستان کروندګرو د بجلۍ يا برېښنا د کمي پرضد په ټوله صوبه کې پیه جام هړتال کړی دی. کروندګرو د جون پر ۲۸مه مشال راډیو ته و,ویل چې حکومت ورته بجلي کمه کړې ده
عبدالرازق له څه باندې ۳۵ کلونو راهیسې د بلوچستان د سرانانو د افغان کډوالو په پنډغالي یا کیمپ کې اوسي او هلته د خښتو په بټۍ کې کار کوي. دی وايي، ځواني یې د بل په مزدورۍ کې تېره کړه او اوس په پاخه عمر کې هم له مجبورۍ خښتې وهي. موږ له عبدالرازق سره د هغه پر ژوند غږېدلي یو.
په چمن کې له تېرو څه باندې اته میاشتو راهیسې پرلت دوام لري او احتجاجیان وايي چې د جون پر ۱۳مه یې د خپلو نیول شویو ملګرو خوشې کولو لپاره د ښار د انتظامي مشر تر دفتره لاریون کول غوښتل خو چارواکو د قانون ۱۴۴مه ماده عملي کړه چې ورسره سم د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو بندیز ولګېد.
د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ مظاهره چيانو د جون پر اوومه د مظاهرې په مهال له حکومته وغوښتل چې د پرلت نيول شوي غړي زرترزره خوشې کړي او د پرلتوالو غوښتنې ومني.
د پرلتوالو په خبره، د پرلت کمېټۍ دغه مشران د جون پر څلورمه ماخوستن مهال د چمن ډېپټي کمېشنر راجه اطهر عباس خپل دفتر ته د خبرو لپاره ورغوښتي ول چې وروسته یې ونیول او نامعلوم ځای ته يې يووړل.
د پاکستان ايين ساتنې غورځنګ په نوم حکومت مخالفه شپږ ګونديزه اتحاد د چمن پرلت په ملاتړ د مې پر ۲۱مه په ټول بلوچستان کې پیه جام هړتال کړی وو. په دې لړ کې له بلوچستان څخه نورو صوبو ته تلونکې ټولې وړې او لويې لارې د هر ډول ټرافيک لپاره تړلې وې.
نور وښیئ