د سرخاب پنډغالي اوسېدونکو له پاکستانه غوښتي چې شهریت دې ورکړي
د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې پښین د سرخاب پنډغالي اوسېدونکو د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې ورته دې د هغه هېواد تابعیت (شهریت) ورکړي. هغو افغان کډوالو د اپرېل پر نهمه د خپلو مشرانو جرګه وربللې وه چې ورته د بلوچستان له نورو پنډغالو هم د کډوالو مشران ورغلي ول. کډوال وايي، په پاکستان کې کاروبارونه لري چې نیمګړي یې نه شي پرېښودای. دوی داراز وايي چې افغانستان ته په ستنېدو یې د نجونو تعلیم یې هم نیمګړی پاتې کېږي. د پاکستان او بلوچستان حکومتونو لا د افغانانو د جرګې په غبرګون کې څه نه دي ویلي. خو اسلام اباد وايي چې د کډوالو د ستنولو بهیر په دویم پړاو کې ټول افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکي خپل هېواد ته لېږدوي. ویډیويي رپورټ.