د بلوچستان نیشنل پارټۍ (بي اېن پي) مشر سردار اختر جان مېنګل د بلوڅ مېشته مستونګ په لک پاس کې له ۲۰ ورځو راهیسې د روان احتجاجي پرلت ختمولو اعلان کړی دی.
نوموړي د اپرېل پر ۱۶مه په لک پاس کې خبري غونډې ته وويل چې د احتجاجونو لړۍ به يې روانه وي او د بلوڅانو د یووالي (یکجهتي) کمېټۍ د مشرې ډاکترې ماهرنګ بلوڅې او نورو فعالانو تر خوشې کېدو پورې به مزاحمت جاري ساتي.
مېنګل زياته کړه چې د اپرېل پر ۱۴مه په لک پاس کې د ګڼ ګونديزې غونډې د ګډونوالو په سپارښتنه او د لارو بندېدو له امله ولس ته د ورپېښو ستونزو او کړاو ته په کتو پرلت ختموي.
په لک پاس کې د پرلت له وجې د کراچۍ او کوټې او تفتان پر لوري تلونکې لارې تړل شوې وې او ورباندې د ګاډو تګ راتګ درېدلی وو. مساپر وايي، د دې له وجې له مشکلاتو سره مخامخ شوي او سوداګر وايي چې زیانونه یې ګاللي دي.
په هغه غونډه کې د بلوچستان د بېلابېلو ګوندونو او ټولنو استازو ګډون وکړ.
د بلوچستان نیشنل ګوند د اطلاعاتي چارو سېکرټر اغا حسن د ګڼګوندیزې غونډې په پای کې ګډه اعلامیه ولوسته چې پکې له وفاقي حکومته غوښتنه شوې چې د سیاستوالانو او فعالانو جبري بې درکۍ او د عامه نظم ساتنې قانون له مخې یې ګرفتارۍ، پوځي عملیات او د زده کوونکو، ښوونکو او پوهانو نومونه د بندیزونو په لېسټ کې اچول دې ودروي او افغان کډوال دې د جېنیوا کنوېنشن (کنوانسیون) د اصولو له مخې په "عزت" خپل هېواد ته ولېږدوي.
د کډوالو په اړه د ۱۹۵۱ز کال کنوېنشن پر ملکونو ټینګار کوي چې مهاجر باید یو داسې هېواد ته "جبراً و نه لېږدول شي چې پکې یې ژوند یا ازادي له جدي ګواښ سره مخامخېدای شي."
وفاقي حکومت لا د ګڼګوندیزې غونډې د غوښتنو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی چې د جبري بې درکۍ مسلې هواري او داراز، د مشکوکو وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته ژمن دی. حکومت داراز وايي چې انتظامیې ځینې کسان د عامه نظم ګډوډولو په موخه نیسي.
له دې پرته د بلوچستان حکومت د ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر کې د سیاستوالانو، بشري حقونو فعالانو، پوهنتون استادانو او زده کوونکو په ګډون له ۳۰۰ څخه زیات کسان د بندیزونو په تور لېسټ کې اچولي ول او پر هغوی یې له "وسلوالو سره د همکارۍ" تور پورې کړی وو چې د بشري حقونو ټولنې او فعالان یې ردوي.
داراز، د پاکستان حکومت وايي، د افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي. حکومت د اپرېل له درېیمې څخه د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو د ایستلو بهیر پیل کړ او وايي، کډوال په "پوره درناوي" ستنوي.
د سردار اختر جان مېنګل په مشرۍ سیاستوالانو او فعالانو د مارچ پر ۲۸مه د بلوڅې او نورو فعالانو د نیولو پر ضد د بلوچستان له وډ سیمې څخه تر صوبايي مرکز کوټې پورې احتجاجي لاریون پیل کړ خو یوه ورځ وروسته یې پولیسو او امنیتي سرتېرو د مستونګ په لک پاس کې مخه ونیوله او سړک یې بند کړ، نو ځکه احتجاجیانو هلته پرلت وواهه.
تر هغې وروسته حکومتي چارواکو له احتجاجیانو سره څو ځلې خبرې وکړې خو نتیجې ته و نه رسېدل.
د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ ایین پاکستان) په نوم د حکومت مخالفه شپږ ګوندي اتحاد د مخکښو مشرانو یو پلاوی د اپرېل پر درېیمه په پښین کې تر ولسي غونډې وروسته لک پاس ته ورغی او هلته یې د پرلتوالو د غوښتنو ملاتړ وکړ.
په پلاوي کې د پاکستان تحریک انصاف مخکښ سیاستوال سلمان اکرم راجا او د مجلس وحدت مسلمین د مشر راجا ناصر عباس په ګډون یوشمېر سیاستوالان شامل ول.
د بلوچستان حکومت د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ مشرې ډاکترې ماهرنګ بلوڅې په ګډون یوشمېر فعالان پر پولیسو د تشدد او سرکاري ودانیو ته د زیان په تور نیولي دي.
خو د بلوڅانو یووالي کمېټي تر دې مخکې د حکومت دا ډول تورونه رد کړي دي.
د بلوڅ فعالانو ګرفتارۍ او غبرګونونه
ماهرنګ بلوڅه او لسګونه نور فعالان د مارچ پر ۲۲مه په کوټه کې د خپلو ګرفتارو ملګرو د خوشې کولو لپاره د احتجاج پر مهال نیول شوي ول.
ډاکترې ماهرنګ بلوڅې د مارچ پر ۲۱مه تر نیول کېدو څو ساعته مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې پولیسو یې پر سوله ییزو مظاهرچیانو ډزې کړې دي چې پکې "درې تنه وژل" شوي او "۱۳ ژوبل" دي.
د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند د مارچ پر ۲۱مه رسنيو ته په استولي بيان کې تور پورې کړی وو چې مظاهرچیانو پر پولیسو تشدد وکړ چې پکې د سرتېرو په ګډون ۱۰ کسان ژوبل شول.
د کوټې کمېشنر حمزه شفقات هم د مارچ پر ۲۲مه په بيان کې تور پورې کړی وو چې مظاهرچیانو پر سریاب سړک د ښار د امنیت لپاره د څارګرو کیمرو، ډاکخانې ودانيو، ټرانسپورټ اډو او ګاډو ته زيان رسولی دی.
خو د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ د چارواکو دا تورونه رد کړل.
د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له وفاقي او صوبايي حکومتونو غوښتي دي چې ماهرنګ بلوڅه دې خوشې کړي او د "سوله ییزو مظاهرچيانو" پر ضد له سخت چلنده ډډه وکړي.
د مارچ پر ۲۹مه د پاکستان تر ۱۰۰ زیاتو نومیالیو سیاستوالانو، وکیلانو او د بشري حقونو فعالانو وزیراعظم میا محمد شهباز شریف ته یو پرانیستی لیک واستاوه چې پکې یې له نوموړي څخه د ماهرنګ بلوڅې په ګډون د ټولو بلوڅ فعالانو خوشې کولو غوښتنه کړې وه.