د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې په وسلوال برید کې ۳ پولیس وژل شوي دي


امنیتي سرتېري او خلک په کوټه کې تر برید وروسته د پولیسو زیانمن شوي ګاډي جاج اخلي - انځور له ارشیفه.
امنیتي سرتېري او خلک په کوټه کې تر برید وروسته د پولیسو زیانمن شوي ګاډي جاج اخلي - انځور له ارشیفه.

چارواکي وايي، د بلوچستان په مرکز کوټه کې په وسلوال برید کې درې پولیس وژل شوي او یو ژوبل دی.

د کوټې د پولیسو د عملیاتي (اپرېشنز) چارو افسر محمد بلوڅ په بیان کې ویلي چې برید د اپرېل پر نهمه پر سریاب سړک د پولیسو د ګزمې پر مهال شوی دی.

د بلوچستان حکومتي ویاند شاهد رند په بیان کې ویلي چې وسلوالو د پولیسو پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې درې سرتېري ووژل شول او یو ژوبل شو.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو چارواکي زیاتوي چې پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي.

په وروستیو میاشتو کې په بلوچستان کې یوشمېر وسلوال بریدونه او چاودنې شوې دي چې پکې امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د مارچ پر ۲۹مه په مستونګ کې د بلوچستان نیشنل ګوند په مشرۍ د بلوڅ فعالانو د ګرفتاریو پر ضد د لاریون پر مهال ځانمرګی برید وشو چې پکې دوه تنه ژوبل شول.

د مارچ پر ۲۷مه په کوټه کې د پولیسو له ګاډي سره نېږدې په چاودنه کې درې تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۱ ژوبل شول.

تر دې مخکې د مارچ پر ۲۵مه او ۲۶مه په ګوادر، مستونګ او کېچ کې په بېلا بېلو برخو کې په حملو او د تاوتریخوالي په پېښو کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) او لېویز ځواک د دوو سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ تنه ووژل شول.

داراز، د مارچ پر ۲۲مه وسلوالو په بلوڅ مېشتو نوشکي او قلات کې په دوو حملو کې څلور پولیس او څلور مزدوران ووژل.

د هغو حملو مسوولیت هم چا نه وو منلی.

تر هغې وړاندې د یوې اونۍ په موده کې د کوټې، بولان او نوشکي په ګډون د صوبې په ډېریو برخو کې وسلوالو بریدونو ګڼو سرتېرو ته مرګژوبله واړوله.

په بولان کې د جعفر اېکسپرېس په نوم پېښور ته پر لاره پر مساپر لېږدوونکي اورګاډي د برید او د سرتېرو او استخباراتي کارکوونکو په ګډون د خلکو د یرغمل کولو او په نوشکي کې د امنیتي سرتېرو پر قافلې د وروستۍ حملۍ ذمه واري بېلتونپالې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) ډلې منلې وه.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ او حکومت په بیا بیا ټینګار کوي د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

داراز، د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په غونډه کې ټینګار وکړ چې دولت (ریاست) دې په "پوره ځواک ترهګرۍ" ته ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG