صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
د مې لومړۍ نېټه چې په نړۍ کې د کارګرو د نړیوالې ورځې په توګه یادېږي، په پاکستان کې هم د مزدورانو د حقونو لپاره د کارکوونکیو ځینو ادارو او ټولنو لخوا لمانځل کېږي.
د بلوچستان سوداګرو د چمن پرلتوالو په ملاتړ د صوبې په بېلا بېلو برخو کې احتجاجونه کړي دي. دوی ویل چې د چمن پرلتوالو غوښتنې دې ومنل شي او د ډیورنډ پر کرښه دې د ویزې او پاسپورټ شرط ختم شي. سوداګرو ویل د هغه شرط له وجې په صوبه کې کاروبار اغیزمن شوی دی.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه سرخاب افغان کډوالو پنډغالي کې د اپرېل پر ۲۰مه د کډوالو قامي مشرانو جرګه کړې چې پکې د جرګې مشرانو له حکومته غوښتنه وکړه چې نور وخت دې ورکړي او که یې خپل هېواد ته استوي نو د بشري حقونو پر اساس دې ولېږدوي.
مولانا فضل الرحمان په ملک کې د فبرورۍ پر اتمه ترسره شوې عام ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او په ټول هیواد کې یې د عوامي اسمبلۍ په نوم د تحریک چلولو اعلان وکړ. نوموړي د اپرېل پر ۲۰مه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د خپل ګوند جمعیت علما اسلام جلسې ته وینا وکړه.
د اپرېل پر ۱۳مه په پښین کې د ولسي غونډې پر مهال د حکومت مخالفه شپږ ګوندیزه اتحاد مشرانو ویلي چې د هرهغه چا پر ضد به درېږي چې د پاکستان د ایین یا اساسي قانون سرغړونه کوي او يا زیان ورته رسوي.
د پاکستان د کارګرانو ټولنې غړو او پلویانو په وروستیو کې د بلوچستان په پښتون مېشته هرنايي کې د سکرو په کان کې د چاودنې له وجې د مرګژوبلې پرضد مظاهره کړې ده او له چارواکو یې د مزدورانو د خوندیتوب باوري کولو غوښتنه کړې ده. د مارچ پر ۱۹مه په کان کې د ګیس له وجې په چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي ول.
د پښتونخوا زده کوونکو سازمان د کوټې په ګډون د بلوچستان په ګڼو پښتون مېشتو سیمو کې د تعلیم په اړه د شعور پیدا کولو په موخه لاریونونه کړي دي. په لاریونونو کې ګڼو ماشومانو هم برخه لرله. د بلوچستان په یخو سیمو کې تعلیمي کال د مارچ له میاشتې پیلېږي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو د خپل مشر او د ولسمشرۍ څوکۍ نوماند محمود خان اڅکزي پر کور او ځمکه د چاپو پرضد د پاکستان په بېلابېلو برخو کې مظاهرې کړې دي. بل خوا د بلوچستان وکیلانو د احتجاج په توګه د مارچ پر څلورمه د کوټې په ګډون د هغې صوبې په نورو برخو کې عدالتونو ته حاضر نه شول.
د عوامي نیشنل ګوند، هزاره جمهوري ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند ګڼو غړو او پلویانو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد په پېښور او کوټه کې احتجاجونه کړي دي. انتخاباتي کمېشن وايي ټاکنیز بهیر بشپړ شفاف او منصفانه وو. ویډیويي رپورټ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نیشنل ګوند (مېنګل)، هزاره جمهوري ګوند او نیشنل ګوند مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد احتجاجي جلسه کړې ده. انتخاباتي کمېشن وايي چې ټولټاکنې رڼې او منصفانه وې. ویډیويي رپورټ.
د بلوچستان نیشنل ګوند (مېنګل)، نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هزاره جمهوري ګوند اتحاد په عامو انتخاباتو کې د ټګۍ پر ضد د کوټې په ګډون د بلوچستان په نورو برخو کې کاربندیز کړی دی.د بلوچستان لنډمهالی حکومت وايي، های کورټ د درغلیو د تورونو جاج اخیستو لپاره جرګګۍ جوړه کړې ده. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان یوشمېر ګوندونو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د ټګۍ پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی
په کوټه کې کاربندیز
یوشمېر ګوندونو د فبرورۍ اتمې ټولټاکنو د پایلو ځنډېدو پرضد احتجاجونه کړي دي. د ګوندونو مخکښه مشرانو او غړو په بېلابېلو ښارونو کې د مظاهرو پر مهال تور پورې کړ چې په انتخاباتو کې ټګي شوې ده. انتخاباتي کمېشن دریځ لري چې ټاکنې شفافې وې. ویډیويي رپورټ.
په پاکستان د فبرورۍ پر اتمه تر ټولټاکنو وروسته د ځینې ګوندونو پلویانو احتجاجونه کړي او ځینو بیا د خپلو سیاستوالو په بریالیتوب خوشالۍ کړي دي
په پاکستان کې دا ځل د قامي او صوبايي اسمبلیو څوکیو لپاره ټول ۱۷،۸۱۶ کسان نوماندان ول چې لوی شمېر یې خپلواک امېدواران ول. له هغوی څخه یې ډېری د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) سیاستوالان یا د هغه ګوند ملاتړ لرونکي ول
په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه سهار اته بجې عام انتخابات پیل شول چې پکې د انتخاباتي کمېشن په وینا، مېلیونونه وګړي رایې کارولای شي. دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر اوومه د بلوچستان په دوو پښتون مېشته سیمو کې چاودنو ګڼو کسانو ته مرګژوبله واړوله. د انتخاباتي بهیر په اړه دا انځوریزه ګیلري وګورئ.
په وروستیو کې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د ناامنۍ پېښې شوې دي. د پاکستان د حکومت د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې د امنیت په اړه بحث شوی وو او چارواکو ویلي ول چې انتخابات نه غځوي او د فبرورۍ پر اتمه یې پر ټاکلې نېټه کوي.
د چمن د سوداګرو اتحادیې مشر او د پرلت ویاند صادق اڅکزي د فبروري پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهيسې يې پرلت پيل کړی دی خو د هغه په وينا حکومت يې غوښتنې نه دې منلي، نو ځکه يې دا ګام پورته کړ.
د پاکستان د نورو برخو په څېر د بلوچستان په پښین کې هم د قامي او صوبايي اسمبلۍ څوکیو لپاره کیمپېن روان دی او نوماندان له خلکو د رایې غوښتو لپاره ورسره غونډې کوي. موږ د پښین له ځینو اوسېدونکو سره خبرې کړې دي.
نور وښیئ