بلوچستان کې د وچکالۍ له کبله ګڼ باغونه له مینځه تللي دي
د بلوچستان د پښتون مېشتې پښین ضلعې په ګډون په ګڼو سیمو کې له تېرو دوو لسیزو راهیسې د روانې وچکالۍ له وجې ګڼ باغونه ختم شوي او ځمکه شاړه شوې ده. د پاکستان د موسمیاتو اداره وايي چې د ۲۰۲۴ز کال له ډېسېمبر راهیسې د روان کال تر مارچ پورې په بلوچستان کې ورښتونه ۵۲ سلنه کم شوي دي. د بلوچستان د خوړو او کرنیزو چارو اداره وايي، په ۲۰۲۲-۲۳ز کال کې د سختې ګرمۍ او ورښتونو کموالي له وجې ۳۰ سلنه باغونه او کروندې زیانمنې شوې دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.