د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې چاودنې د اېف سي ځواک ۴ سرتېري وژلي دي

تازه شو

په کوټه کې پولیس د چاودنې ښکار شوي ګاډي جاج اخلي - انځور له ارشیفه.
په کوټه کې پولیس د چاودنې ښکار شوي ګاډي جاج اخلي - انځور له ارشیفه.

چارواکي وايي، د بلوچستان په مرکز کوټه کې په چاودنه کې د اېف سي ځواک څلور سرتېري وژل شوي او درې ژوبل دي.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې او د اردو ژبې ټېلېوېژن جیو نیوز د پولیسو او انتظامي چارواکو په حواله لیکلي چې د اېف سي ځواک ګاډي په مارګټ سیمه کې ګزمه کوله چې د سړک تر غاړې ښخ بم چاودنې ښکار شو.

مارګټ د کوټې ختیځ لوري ته پرته غرییزه سیمه ده چې پکې د سکرو کانونه دي او د ملېشې ځواک سرتېري اکثر د امنیت لپاره هلته ګزمه کوي.

چارواکي وايي چې چاودنه پر داسې مهال شوې چې په سیمه کې د پولیو واکسیني کیمپېن روان وو.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) رسنیو ته په استولي بیان کې د حملې ذمه واري منلې ده.

په وروستیو میاشتو کې په بلوچستان کې یوشمېر وسلوال بریدونه او چاودنې شوې دي چې پکې امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د اپرېل پر ۲۳مه د بلوچستان په مستونګ کې د ګوزڼ د واکسیني ډلې پر ساتونکو په برید کې د لېویز ځواک دوه سرتېري ووژل شول. ضلعي انتظامیې تر هغې پېښې وروسته په سیمه کې د پولیو کیمپېن وځنډاوه.

تر دې مخکې د اپرېل پر ۱۵مه په مستونګ کې په بمي چاودنه کې درې پولیس ووژل او لږ تر لږه ۱۶ ژوبل شول. داراز، د روانې میاشت پر نهمه د کوټې پر سریاب سړک په وسلوال برید کې درې پولیس ووژل او یو ژوبل شو.

د هغو حملو مسوولیت هم چا نه وو منلی.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ او حکومت په بیا بیا ټینګار کوي د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG