په کوټه کې ولسي جرګه د ۱۶ قراردادونو په منظورولو پای ته رسېدلې
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې په کوټه کې شوې ولسي جرګې غوښتنه کړې چې د پاکستان حکومت دې له افغانستان سره ټولې تړلې لارې زر تر زره خلاصې کړي. د جنورۍ پر ۲۷مه پای ته رسېدلې جرګې ۱۶ قراردادونه منظور کړل. د جرګې په قراردادونو کې د پښتنو په سیمو کې د ناامنۍ په اړه اندېښنه څرګنده شوې. په قراردادونو کې دا غوښتنه هم شوې چې د پاکستان حکومت دي هغو افغانانو ته شهریت (تابعیت) ورکړي چې په پاکستان کې زېږېدلي او زدهکړې يې کړې دي. حکومتي چارواکو په دې اړه لا څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې ویلي چې د امن پر ځای کولو ته ژمن دی. ویډیویي رپورټ