د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزيرستان مشرانو په پوځي عملياتو کې ولسي وګړو ته د مرګژوبلې د مخنيوي غوښتنه کړې


د شمالي وزيرستان په ميرلي کې ځايي مشران د امن لپاره جرګه کوي ـ انځور له ارشيفه
د شمالي وزيرستان په ميرلي کې ځايي مشران د امن لپاره جرګه کوي ـ انځور له ارشيفه

د شمالي وزیرستان اوسېدونکو له حکومته غوښتي چې د وسلوالو ضد عملیاتو او ډرون بريدونو کې دې ولسي وګړو ته د مرګژوبلې مخنیوی وکړي.

د شمالي وزیرستان ځينو اوسېدونکو د اپرېل پر ۲۲مه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې په تېرو دوه ورځو کې په هغه سیمه کې د پوځ په ډرون بریدونو کې درې کسان ژوبل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عید الرحمان وزیر مشال راډيو ته وویل چې په سیمه کې د وسلوالو خلاف په پوځي عملیاتو کې د سیمې اوسېدونکي ځان خوندي نه احساسوي.

نوموړي زياته کړه چې د ترهګرۍ خلاف جګړه کې "همېش" ولس ته تاوان رسېدلی دی. هغه له رياستي ادارو غوښتنه وکړه چې د سیمې د ولس د ځان او مال ساتنه دې وکړي.

د شمالي وزيرستان اوسېدونکو مشال راډيو ته وویل چې د خپل امنیت د غوښتنې لپاره یې وخت په وخت احتجاجونه کړي خو بیا هم د وسلوالو خلاف جنګ کې ورته مرګژوبله اوړي.

د روانې اپرېل مياشتې په پيل کې د شمالي وزيرستان د میرلي اوسېدونکو په ډرون حملو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد احتجاجي ناسته هم کړې وه. هغه پرلت د اپرېل پر څلورمه، د سیمې د اوسېدونکو د ادعا له مخې، په ډرون برید کې د ۱۰م ټولګي د یو زده کوونکي عمر خطاب تر وژنې وروسته پیل شوی وو.

تر اوسه پوځي او حکومتي چارواکو د شمالي وزيرستان د اوسېدونکو د غوښتنو په اړه څه نه دې ويلي، خو د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکو څه موده مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې په ضلع کې یې د امنیت په موخه د وسلوالو پرضد کاروایۍ سختې کړې دي او زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.

په شمالي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو برخو کې خلکو تر دې مخکې هم په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.

د روان کال په فبرورۍ کې هم په میرلي او د کوز جنوبي وزیرستان په کوټکي بازار کې خلکو د وسلوالو پرضد عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد پرلت وهلی وو.

په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.

رپورټ وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې لسګونه مشکوکو وسلوالو، امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله واوښته.

د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز رپورټ کاږي چې سږنی مارچ په تېره لسیزه کې د سرتېرو د مرګژوبلې له پلوه دویمه تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه اسلام اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG