د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: میرامشا کې وسلوالو ۱ کس ویشتلی او میرلي کې ډرون برید ۱ ولسي وګړی وژلی


پولیس وايي، برید په میرامشا بازار کې شوی.
پولیس وايي، برید په میرامشا بازار کې شوی.

د شمالي وزیرستان په میرامشا کې وسلوالو یو کس ویشتلی او په میرلي کې په ډرون برید کې یو ولسي وګړی وژل شوی او درې ژوبل دي.

پولیسو په بیان کې ویلي دي چې د اپرېل پر اتمه وسلوالو په میرامشا بازار کې پر سید الله ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه چا وژلی، خو پولیس وايي، مقدمه یې دایره کړې او پلټنې کوي.

په شمالي وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې په لسګونه بریدونو کې ګڼ ولسي مشران، فعالان، دیني عالمان، سیاستوالان، پخواني وسلوال، حکومتي کارکوونکي او عادي وګړي وژل شوي دي.

د اپرېل پر اوومه په میرامشا کې په یوه حمله کې د یو قوماندان ګلاب خان په ګډون درې پخواني حکومت پلوي وسلوال ووژل شول. تر دې یوه ورځ مخکې وسلوالو په میرامشا کې یو ولسي وګړی هم وژلی وو.

د هغو حملو ذمه واري هم چا نه وه منلې.

په همدې حال کې د میرلي اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي دي چې د اپرېل پر اتمه د پوځ له ډرون الوتکې ویشتل شوي توغندي په ګلشن اډه کې څلور تنه ژوبل کړل چې ورڅخه یې د رضا الله په نوم یو کس سا ورکړه.

دوی وايي، نور ژوبل کسان د بنو روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان پوځ او ضلعي انتظامیې لا د خلکو د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

البته د میرلي اوسېدونکي وايي، د اپرېل پر څلورمه هم هلته په ډرون برید کې د ۱۰م ټولګي زده کوونکی عمر خطاب وژل شوی وو چې پرضد یې خلکو پرلت وواهه او د هغه مړی یې درې ورځې پر سړک ایښی وو.

د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکو څه موده مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې په ضلع کې یې د امنیت په موخه د وسلوالو پرضد کاروایۍ سختې کړې دي او زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.

په شمالي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو برخو کې خلکو تر دې مخکې هم په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.

XS
SM
MD
LG