عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د ضلعې د پوليسو مشر شهباز الاهي د مارچ پر ۱۵مه په ټولنيزو رسنيو خپور کړي بيان کې ويلي دي چې دغه عمليات د خفيه معلوماتو پر بنسټ د پوليسو ترهګرۍ ضد څانګې يا (سي ټي ډيي) او کواټ پوليسو په ګډه ترسره کړي دي.
بل پلو پولیس وايي، وسلوالو په لنډي کوتل کې د پښتو د وتلي شاعر امیر حمزه خان شینواري کلتوري ودانۍ ساتونکی پولیس په ډزو ویشتلی دی. په یادې ودانۍ کې د حمزه شینواري مزار هم دی.
د لکي مروتو پولیسو د مارچ پر ۱۳مه مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې د پولیسو یو ګاډی د ښادي خېل تاڼې په حدودو کې د سړک پر غاړه ښخ شوي ماین وخوت چې د هغې تاڼې د مشر (اېس اېچ او) صدراعظم په ګډون پکې شپږ پولیس سرتېري ووژل شول.
پولیس وايي، د هغوی سرتېري پر وخت د پېښې ځای ته ورسېدل خو تر هغې نامعلومه وسلوال تښتېدلي ول خو دوی یې پر ضد پلټنې پیل کړې دي.
د ډومېل د پولیسو تاڼېدار عصمت الله د مارچ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، هغه ښځه جمشېده نومېږي چې د چوټا خان (وړوکي خان) نرینه نوم یې ځان ته غوره کړی وو، د سړیو جامې به یې په تن کولې او له کوره بهر به ګرځېده.
په بنو کې ځايي خلکو تر هغې وروسته احتجاج کړی دی چې مخپټو وسلوالو په حسنخېلو کې درې وروڼه وتښتول او لږ ساعت وروسته یې دوه ووژل. مظاهرچیانو د فبرورۍ پر ۲۶مه په بنو کې د وژل شویو جنازه وکړه او بیا یې میرامشا ته پر تلونکي سړک له جسدونو سره احتجاج وکړ. ویډيويي رپورټ.
د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر ډي پي او سجاد حسېن د فبرورۍ پر ۲۰ مشال راډيو ته وويل چې وسلوالو د ایینې وزیرې ویډیو جوړونکی زعفران وزير په هم هغه ورځ ناوخته خوشی کړی دی.
په دې وروستیو کې پر پولیسو، اېف سي ځواک او پوځ بریدونه زیات شوي دي. د دې ترڅنګ پولیس دا ادعا هم کوي چې وسلوال پر ولسي خلکو هم ډرون بریدونه کوي.
اصف حسن وویل چې وسلوالو بارودي مواد د تاڼې مخې ته په یو موټرسایکل کې ایښي وو او بیا یې د ریموټ کنټرول په وسیله چاودنه کړې ده.
د اتمانزو جرګې په شمالي وزیرستان کې د بدامنۍ او د پوځ او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې د ولسي خلکو د نخښه کېدو خلاف تر دې وړاندې په وار وار مظاهرې او پرلتونه هم کړي دي.
د بنو پولیس داراز وايي، هم د اتوار (یکشنبې) پر ورځ وسلوالو د میریانو تاڼې په حدودو کې یو پل په چوونکو موادو الوځولی دی.
د بازار د دوکاندارنو کمېټۍ مشرانو د جنورۍ پر ۱۶مه په ميرامشا کې د خبريالانو په ځايي مرکز د خبري غونډې پر مهال اعلان وکړ چې که د معاوضو وېش ژر پيل نه شو نو د فرورۍ پر اتمه به په ټول وزيرستان کې کاربنديز او پيه جام هړتال کوي.
د میرلي په څلور لاره کې د جنورۍ پر دویمه راغونډ شویو په زرګونه خلکو کې د سیاسي ګوندونو ځايي مشران او استازي، د بشري حقونو فعالان او عام ولس شریک وو. د غونډې ویناوالو وویل، د وسلوالو او پوځ ترمنځ په نښتو کې په بیا بیا ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
د خیبرپښتونخوا په بنو کې يو کتابتون دی چې د انګریزانو په وخت کې جوړ شوی دی. دا کتابتون اوس هم فعال دی خو ډيری ورتلونکي خلک یې ځوانان نه بلکې د پاخه عمر خلک دي. هلته ورتلونکي کسان وايي چې دا مخ په خرابېدونکې وداني له نقصان سره مخ ده نو ځکه باید بیا ورغول شي. په دې اړه د عمر وزير ويډيو راپور وګورئ
د بنو ډیوژن د پولیسو مشر سجاد خان د ډېسېمبر پر ۲۶مه ماښام مهال مشال راډیو ته وویل چې دا عملیات د لکي مروت په تختي خېلو کې د پولیسو ترهګرۍ ضد څانګې او ځايي امن لښکر په ګډه ترسره کړي دي.
د میرلي د حسوخېلو یو بل اوسېدونکی مقتدر شفقت داوړ د ډېسمېبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وویل، خلک د "سختې وېرې" ښکار دي ځکه چې امنیتي ځواکونه او وسلوال پر یو بل مارټر توغندي وروي او پکې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي.
نور وښیئ