په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعتي چارو وزير نورالدین عزیزي وايي، له کراچۍ بندره یې له نړۍ سره تجارت درېدلی نو ځکه بديلې لارې لټوي.
نوموړي د نومبر په ۲۴مه په نوي دلي کې د خبرو په مهال وويل چې پاکستان د افغان ټرانزېټ مخه نيولې ده.
عزیزي وویل، اوس افغانان د کراچۍ پر ځای د ایران د چابهار بندر، چې د هند په مرسته جوړ شوی، له لارې له نړۍ سره سوداګري پرمخ بیايي.
هغه زیاته کړه چې له چابهار بندره سوداګري روانه ده او ځينې وړې ستونزې شته چې د ايران او هند په همکارۍ یې حلوي.
پاکستانیو چارواکو لا د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستانيو ځواکونو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې هم د تجارت پرمخ وتړل شوې.
تر دې وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له افغان سوداګرو غوښتنه کړې ده چې د پاکستان پر ځای دې پر "بدیلو لارو" سوداګریزې چارې وسنجوي.
نوموړي د نومبر پر ۱۲مه په کابل کې د افغان سوداګرو او صنعتکارانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د پاکستان تجارتي لارو افغان سوداګر زیانمن کړي او عام ولس یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
برادر په پاکستان کې د تجارتي تړونونو لرونکو افغان کاروباریانو ته میاشتې وخت ورکړ چې خپل حسابونه پاک کړي.
اخوا د افغانستان او پاکستان سوداګرو د دواړو هېوادونو ترمينځ د تجارتي لارو پر بندېدو خواشيني ښوولې او غوښتنه یې کړې چې سوداګري دې په هر ډول حالاتو کې دوامداره پاتې شي.
داراز، د خیبر پښتونخوا سوداګرو او قبایلي مشرانو هم د نومبر پر ۲۰مه په پېښور کې د جرګې پر مهال د پاکستان او طالبانو له حکومتونو وغوښتل چې خپلې مسلې دې د خبرو له لارې هوارې کړي او له څه باندې یوې میاشتې راهیسې تړلې لارې دې سمدستي بیا پرانیزي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د نومبر پر ۲۱مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، داسې نه شي کولای چې له افغانستان سره د تجارت جاري ساتلو لپاره دې "په پاکستان کې د خلکو د وژنو د دوام" اجازه ورکړي.
اسلام اباد دعوه کوي چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او هغوی په پاکستان کې حملې کوي. د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي، د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. داراز، ټي ټي پي هم وايي، وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځای ته اړتیا نه لري.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر غځېدلو لارو نه يوازې د دواړو خواوو ولسونو تګ راتګ کاوه بلکې دا د دوه اړخيزې سوداګرۍ او روزګار یوه لويه ذریعه هم ده.
د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته پراته خلک هم اندېښنه لري چې وار له مخه دوه اړخیزې سوداګرۍ ته ډېر تاوان رسېدلی دی او که لارې همداسې بندې پاتې وي، نو کاروباریانو ته به ډېر مالي زيانونه ورسي.
د دې ترڅنګ د پاکستان او افغانستان ترمینځ لارۍ چلوونکو هم وخت احتجاجونه کړي دي او د تړلو لارو د بیاپرانیستو غوښتنه کوي.
د پاکستان او د طالبانو حکومتي استازو په اکتوبر کې په دوحې او بیا په استنبول کې تر خبرو وروسته د نومبر پر شپږمه او اوومه په درېیم ځل په استنبول کې مذاکرات وکړل چې بې نتیجې پای ته ورسېدل.