په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنيو چارو وزیر ويلي چې له پاکستان سره ښه روابط غواړي، خو په وينا یې، اسلام اباد "داسې غوښتنې" لري چې پوره کول یې ممکن نه دي.
امير خان متقي د ډېسېمبر پر درېيمه په کابل کې يوې غونډې ته په وینا کې نور وضاحت ورنکړ خو و یې ویل چې د امنيت په اړه یې د پاکستان د اندېښنو ځوابولو په لړ کې د وزيرستانیو کډوالو کورنۍ ډېورنډ کرښې ته له څېرمو سيمو څخه د افغانستان نورو برخو ته ولېږدولې مګر اسلام اباد "بیا هم مطمين نه شو."
ده وویل، د پاکستان امنیت ساتل یې د امنیتي ادارو کار دی چې د پرمختللې "ټېکنالوژۍ" لرلو او "پیاوړتیا" دعوې کوي.
متقي زیاته کړه، "اسلام اباد دې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې خپلې سیاسي او امنيتي مسلې خپله حل کړي. پاکستان بايد خپله دفاع په خپله وکړي او دا کار دې له افغانستانه نه غواړي."
د پاکستان حکومت لا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی خو دعوه کوي چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون هغو وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي چې په پاکستان کې حملې کوي.
د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي، د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
داراز، ټي ټي پي هم وايي، وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځای ته اړتیا نه لري.
طالبان پر پاکستان تور پورې کوي چې له هغه ځایه داعش وسلوال افغانستان ته ورځي خو اسلام اباد دا ردوي.
د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې د تجارت پرمخ وتړل شوې.
خو پاکستان د ډېسېمبر پر څلورمه پر بشري اساس د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته د ملګرو ملتونو د مرستو د لېږد اجازه ورکړه.
البته د طالبانو حکومت د ډېسېمبر پر څلورمه وویل، لارې یوازې هغه وخت بیا پرانیزي چې د طالبانو حکومت "قوي اطمینان" ترلاسه کړی چې پاکستان به یې بیا "د سیاسي فشار، غیر قانونې استفادې او د ولسونو د ځورولو" لپاره نه تړي.