د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي کې په ډرون حملو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد پرلت پای ته رسېدلی دی


په تېرو څو کلونو کې د میرلي اوسېدونکو د ناامنۍ پرضد یوشمېر جرګې، احتجاجونه او لاریونونه کړي دي - انځور له ارشیفه.
په تېرو څو کلونو کې د میرلي اوسېدونکو د ناامنۍ پرضد یوشمېر جرګې، احتجاجونه او لاریونونه کړي دي - انځور له ارشیفه.

د شمالي وزیرستان په میرلي کې ځايي خلکو په ډرون حملو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد احتجاجي ناسته پای ته رسولې ده.

هغه پرلت د اپرېل پر څلورمه، د سیمې د اوسېدونکو د ادعا له مخې، په ډرون برید کې د ۱۰م ټولګي د یو زده کوونکي عمر خطاب تر وژنې وروسته پیل شوی وو.

تر هغې وروسته چارواکو احتجاجیانو ته په عملیاتو کې د ولسي وګړو خوندیتوب ته د پوره پام کولو ډاډ ورکړی وو خو پر دې سربېره، د اپرېل پر اتمه د میرلي په ګلشن اډه کې له بې پیلوټه الوتکې څخه د ویشتلي توغندي په برید کې یو ولسي وګړی ووژل او څلور تنه ژوبل شول.

د میرلي اوسېدونکو تر هغې وروسته احتجاج غځولی او د سیمې ټول سړکونه یې تړلي ول چې له کبله یې د شمالي وزیرستان مرکزي ښار میرامشا او بنو ته د ګاډو تګ راتګ درېدلی وو.

ځايي مشران وايي، د ضلعي انتظامیې مشر او نورو چارواکو ورسره د اپرېل پر ۱۲مه په مذاکراتو کې د غوښتنو پوره کولو ژمنه وکړه.

پرلتوال وايي، حکومتي چارواکو ورته وویل چې په ډرون حملو کې د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته تاوان ورکوي، په راتلونکې کې د دې ډول پېښو مخه نیسي، په سیمه کې د امنیت ټینګښت هڅو ته دوام ورکوي او له څو میاشتو راهیسې د ورک ولسي مشر ملک اکبر خان بړوخېل د موندلو او ازادولو لپاره به اقدامات کوي.

د پرلت یو منتظم او د عوامي نیشنل ګوند سیمه ییز مشر ملک نثار علي خان د اپرېل پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، حکومت یې ځینې نورې غوښتنې هم منلې دي، لکه "د نهم او لسم ټولګیو امتحان چې ځنډول شوی وو به د مې له دویمې پیلوي. په ډرون بریدونو کې د عام ولس ساتنې ډاډ یې راکړی دی."

نوموړي هیله وښوده چې چارواکي به "ټولې ژمنې پوره" کړي.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم هم مشال راډیو ته وویل چې له پرلتوالو سره یې جرګه وکړه، هغوی یې "مطمین کړل" او په خبرو کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکې کې به "حکومت او ولس په شریکه" د امنیت لپاره کار کوي.

د پرلت مشرانو او انتظامي چارواکو دا هم وویل چې یوه کمېټي جوړوي چې د ټول شمالي وزیرستان د خلکو غوښتنو او ستونزو په اړه له چارواکو سره خبرې کوي.

د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکو څه موده مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې په ضلع کې یې د امنیت په موخه د وسلوالو پرضد کاروایۍ سختې کړې دي او زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.

په شمالي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو برخو کې خلکو تر دې مخکې هم په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.

د روان کال په فبرورۍ کې هم په میرلي او د کوز جنوبي وزیرستان په کوټکي بازار کې خلکو د وسلوالو پرضد عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد پرلت وهلی وو.

په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.

رپورټ وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې لسګونه مشکوکو وسلوالو، امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله واوښته.

د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز رپورټ کاږي چې سږنی مارچ په تېره لسیزه کې د سرتېرو د مرګژوبلې له پلوه دویمه تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه اسلام اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.


XS
SM
MD
LG