پاکستانیو چارواکو د افغانانو ستنولو لپاره لنډي کوتل کې کیمپ جوړ کړی
په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو لرونکو هېواد ته د ستنولو بهیر پیل کړی دی، چارواکو د خیبر ضلعې په لنډي کوتل کې یو لنډمهالی کیمپ جوړ کړی دی. چارواکي وايي، په هغه کیمپ کې د افغانانو تر ستنولو مخکې د نوملیکنې، ثبتولو او نورې اسانتیاوې برابرې شوې دي. په کیمپ کې د ۱،۵۰۰ کسانو د پاتې کېدو ګنجایش دی. نور په دې ویډيويي راپور کې.