د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پشتين: افغانان دې نه اېستل کېږي، موږ په خپلو کورونو کې ځای ورکوو


منظور پشتين په يوه جلسه کې د وينا په وخت - انځور له ارشيفه
منظور پشتين په يوه جلسه کې د وينا په وخت - انځور له ارشيفه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پشتين وايي د پاکستان حکومت دې افغانان نه باسي.

پشتين د مارچ پر ۳۰مه، په يو ويډيو بیان کې وويل په داسې حال کې چې په افغانستان کې حالت ښه نه دي، د افغانانو هلته لېږل دنړيوالو قوانينو خلاف کار دی. د هغه په وينا د ډېری افغانانو ژوند ته خطر پېښېدلی شي نو ځکه دې د پاکستان حکومت له خپلې پرېکړې واوړي.

پشتين زیاته کړه: "موږ يو خلک یو. یو قام يو. د بر وطن افغانان زموږ وروڼه دي. موږ به خپلو افغانانو ته خپل کورونه پرېږدو. پښتونخوا وطن د دوی خپل دی. هر چيرته چې یې زړه غواړي، اوسېږي دي. دلته چې کوم واکداران دي، هغوی د اختر په ورځ دوی ته اخري ورځ ټاکلې ده. وفاقي حکومت د بر وطن پر افغانانو دا تور پورې کوي چې د دوی له وجې امنيت خراب شوی دی. دا سراسر زیاتی او دروغ دي."

د پاکستان حکومت ويلي چې افغان کډوال دې د مارچ تر ۳۱مې پورې له پاکستانه په خپله خوښه ووځي. وفاقي حکومت ويلي چې که افغان کډوال په خپله خوښه ولاړ نه شي نو بیا به یې د اپريل د مياشتې په اخره کې په زور وباسي.

د پاکستان سرکاري رېډيو پر خپله ویبپاڼه لیکلي، حکومت یقیني کړې چې د هېواده د وتلو بهیر کې به له هېچا سره بد چلند نه کېږي او د هغوی لپاره د خوړو او روغتیا انتظامات شوي دي. خو په پاکستان کې مېشتو افغانانو له اسلام اباده غوښتي چې د وتلو لپاره دې ورته ورکړې نېټه وغځوي. د افغان کډوالو یوشمېر مشرانو د مارچ پر ۲۹مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل دا ممکنه نه ده چې په دومره لنډ وخت کاروبارونه او نور هر څه غونډ کړي او وطن ته ستانه شي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي. د هغه کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه مهال لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي وو خو يوه مياشت پس یې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل کړ چې لا هم روان دی.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا رییس میوند علمي د مارچ پر ۲۸مه مشال راډیو ته ويلي وو چې په تېرو اونیو کې د پنجاب د راولپېنډۍ پولیسو تر ټاکلي ضرب الاجل (مهلت) مخکې ۹۲۳ افغانان نیولي دي. د نوموړي په وينا، له هغو څخه یې ۲۱۳ تنه افغانستان ته لېږدولي او نور د راولپېنډۍ په ګولړه موړ کې د کډوالو په یو لنډمهالي کیمپ کې ساتل کېږي.

د راولپېنډۍ چارواکو د ټولو نیول شویو او افغانستان ته د لېږدول شویو پوره شمېر نه دی ښوولی خو ویلي یې دي چې له ګرفتارو کسانو څخه یې د ۸۶ تنو ویزې پای ته رسېدلي، ۱۱۶ افغان تابعیت کارډونه او ۲۹۰ کسان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مهاجرت یا پي او ار کارډونه لري.

XS
SM
MD
LG