په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنيوو چارو وزير امیر خان متقي غوښتنه کړې ده چې کډوال دې د سیاسي اهدافو لپاره نه کارېږي.
هغه د نومبر په ۱۸مه په کابل کې د ملګرو ملتونو سره د همغږۍ او بشري مرستو په اړه يوې غونډې ته په وينا کې د کوم هېواد نوم وانخیست خو زیاته یې کړه چې ځيني هېوادونو د کډوالو له مسلې د سیاسي ګټو لپاره کار اخلي. "د افغان مهاجرینو سره د سیاسي ملحوظاتو له امله ځيني هېوادونه غیر انساني رويه کوي. د ژمي په يخ موسم کې له يوې خوا افغان کډوال د کورونو پرېښودلو ته اړ کېږي او له بلې خوا ورته بیا پر کرښه دروازه بنديږي او د تګ اجازه نه ورکوي. ایا دا د کډوالۍ له نړيوالو اصولو په زغرده سرغړونه نه ده؟"
متقي دا خبرې په داسې حال کې کړې چې پاکستان او ايران د افغان کډوالو اېستلو ته زور ورکړی دی. پاکستان د اکتوبر په مياشت کې تر هغې وروسته د افغانستان سره پر ډيورنډ کرښې موجودې دروازې وتړلې چې له طالب ځواکونو سره یې نښتې وکړې. که څه هم د دواړو خواوو تر مذاکراتو وروسته، په پاکستان کې پاتو افغانانو ته د تورخم او چمن دروازې پرانیستل شوې خو د تجارت لپاره لا نه دي خلاصې شوې.
پاکستان تر اوسه د متقي د خبرو په اړه څه نه دي ويلي. خو پولیسو یې د افغان کډوالو نيولو ته دوام ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په دې اړه اندېښنه ښودلې او پر پاکستان یې غږ کړی چې هغهافغان کډوال له هېواده نه اوباسي چې په افغانستان کې يې ژوند ته خطر دی.
په پاکستان کې د هغې ادارې وياند قېصر اپرېدي د نومبر په ۱۷ مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان حکومت ته خواست کوي چې د هغو افغان کډوالو له نيولو او افغانستان ته له لېږلو ډډه وکړي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو لخوا د کابل تر نيولو وروسته پاکستان ته ورغلي دي. "کوم خلک چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل تر سقوط وروسته پاکستان ته راغلي دي چې پکې هنرمندان، د بشري حقونو فعالان هم شامل دي بايد افغانستان ته ونه لېږل شي."
د نومبر په ۱۴مه، د ملګرو ملتونو نړيوالې ادارې په خپل خپور کړي راپور کې ويلي دي چې په پاکستان کې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه تر د نومبر تر اتمې پورې نيږدې يو لک يو زر افغان کډوال نيول شوي دي. د پاکستان حکومت د دې شمېرو په اړه څه نه دي ويلي خو دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او ایران له ۲۰۲۳ کال راهیسې د افغانانو ایستل چټک کړي دي.
د ملګرو ملتونو د پرمختیايي چارو ادارې (یو اېن ډي پي) د نومبر پر ۱۲مه په خپل رپورټ کې وویل، په ۲۰۲۵ کال کې تر ۲.۳ مېلیونه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. یو اېن ډي پي وايي، له ایران او افغانستانه اکثره ستانه شوي خلک پیسې، سرپناه، کار او اسناد نه لري.
تر یو اېن ډي پي څو ورځې مخکې یو اېن اېچ سي ار هم ویلي ول چې په زور هېواد ته په لېږدول شویو افغانانو کې یې زیاتره له مناسبې مرستې او سرپناه بې برخې دي. خو تهران او اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.