د لاسرسي ځای

تازه خبر

سري لنکا پاکستان ته په ماتې ورکولو د درې اړخیزه لوبلړۍ پایلوبې ته ووته


سري لنکايي لوبغاړي د پاکستان صایم ایوب په سوځولو خوشالي کوي - د نومبر ۱۴مې انځور.
سري لنکايي لوبغاړي د پاکستان صایم ایوب په سوځولو خوشالي کوي - د نومبر ۱۴مې انځور.

د سري لنکا ملي لوبډلې د درې اړخیزه ۲۰ اووره کرکټ په سیالۍ کې پاکستان ته په شپږو منډو په ماتې ورکولو د لوبلړۍ پایلوبې ته لاره ومونده.

د نومبر په ۲۷مه په راولپېنډۍ کې د سیالۍ پچه پاکستان وګټله خو لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.

د سري لنکا لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په زیان ۱۸۴ منډې وکړې. کامل مېشارا ۷۶، کوشال مېنډېس ۴۰ او جانېت لیاناګې ۲۴ منډې وکړې.

د پاکستان ابرار احمد دوه او صایم ایوب او سلمان مرزا یوه، یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې کوربه پاکستان د بیټېنګ له پیل راهیسې وېکټې له لاسه ورکړې او د ۴۳ په مجموعي منډو یې څلور لوبغاړي سوځېدلي ول. خو لومړی سلمان علي اغا او عثمان خان او بیا اغا او محمد نواز په ښه شراکت د لوبډلې وضعیت ښه کړ.

پاکستان په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په زیان ۱۷۸ منډې وکړې او په لوبلړۍ کې یې خپله لومړۍ سیالي وبایلله. اغا ۶۳، عثمان خان ۳۳ او محمد نواز ۲۷ منډې وکړې.

د سري لنکا دوشمانتا چمیرا څلور او ایشان ملېنګا دوه وېکټې واخیستې. چمیرا د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

سري لنکا د خپلې دویمې سیالۍ په ګټلو پایلوبې ته لاره پیدا کړه. که هغې لوبډلې دا سیالي بایللې وای نو زېمبابوې به د ټولو منډو د نسبتاً ښه کچ یا ښه نېټ رن رېټ پر اساس پایلوبې ته وتلې وای.

پاکستان تر دې مخکې خپلې درېواړه لوبې ګټلې وې او پایلوبې ته وتلی وو.

د ۲۰ اووره کرکټ درې اخیزه لوبلړۍ سیالۍ د نومبر پر ۱۸مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۲۹مه وشي.

XS
SM
MD
LG