د افغان کډوالو ټولنې مشر: "مهاجر باید د سیاست ښکار نه شي"
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو ټولنې مشر وايي، پاکستان د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو ته هېواد ته د ستنېدو لپاره خورا کم وخت ورکړ او د مارچ په پای کې د مهلت له ختمېدو سره سم پولیسو ګڼ افغانان نیولي. حاجي راز محمد سلیمانخېل مشال راډیو ته وویل چې پولیس د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مهاجرت کارډ (پي او ار) لرونکي هم نیسي. دی وايي، د پاکستان له چارواکو او په اسلام اباد کې یې د طالبانو د حکومت له سفیر سره لیدلي دي او ورسره د افغانانو پر ستونزو غږېدلی دی. سلیمانخېل زیاتوي چې د پاکستان او د طالبانو له حکومتونو غواړي، "مهاجر باید د سیاست ښکار نه شي" او ورته دې وخت ورکړي چې خپل کاروبارونه ټول کړي او په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي. نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د مارچ پر ۳۱مه افغان تابعیت کارډ لرونکو ته ورکړې موده پای ته ورسېده او د اپرېل له درېیمې څخه د هغوی هېواد ته د لېږدولو بهیر پیل شو. اسلام اباد وايي، د ټولو افغانانو ستنولو ته ژمن دی او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي. د افغان کډوالو د ټولنې له مشر سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.