څلورم اغا خان ، چې د نړۍ د شیعه اسماعیلي مسلمانانو روحاني مشر ګڼل کېده، د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو. د هغه بنسټ وايي چې نوموړی د فبرورۍ په ۴مه په پرتګال کې، د خپلې کورنۍ د غړو د حضور پر مهال، ساه ورکړه.
د بر جنوبي وزیرستان د استخباراتي ادارې یو چارواکی وايي چې د فبرورۍ پر څلورمه وسلهوالو په شکتوی کې د پوځ پر امنیتي پوسته برید کړی، چې په پایله کې څلور عسکر وژل شوي او اووه تنه ټپیان شوي دي.
د پاکستان په لوړو زده کړو کمېشن کې د افغان بورسونو د څانګې مشر جهانزېب خان وزير وايي چې د جنورۍ پر ۲۵مه او ۲۶مه به له هغو زرګونو افغان زده کوونکو څخه ازموينې اخلي چې د دغه هېواد شاوخوا ۴،۵۰۰ بورسونو ته يې غوښتنليکونه ورکړي دي.
مشهور ایرانی طنز لیکوال چې ځان یې وواژه؛ ابراهیم نبوی څوک و؟
مخکې له دې چې په متحدو ایالتونو کې پر ټیکټاک بندیز اجرا شي، ټیکټاک په خپله د د امریکا په متحدوایالتونو کې خپل اپ بند کړ.
احمد العوده، د سوریې په سویل کې د یاغیانو پخوانی مشر، چې د بشار الاسد د حکومت له مخالفت څخه یې د روسیې سره همکارۍ ته خپل دریځ بدل کړ. هغه وروسته بیا په ۲۰۲۴ کال کې د اسد ضد ځواکونو سره یوځای شو.
اسرائیل او حماس ډله –چې د متحده ایالاتو او ځینو نورو هیوادونو له لوري ترهګر سازمان بلل کېږي، یوې هوکړې ته ورسېدل چې تمه کېږي له مخې به یې منځني ختیځ کې له تېرو ۱۵میاشتو پیل شوې جګړه پای ته ورسېږي. دې جګړې د لسګونه زره کسانو د قرباني کولو ترڅنګ د منځني ختیځ وضعیت هم بدل کړ.
په دې انځوریز البوم کې، تېرو ۱۰۰ کالو کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرانو د لوړې مراسمو ته کتنه شوې ده.
د ۲۰۲۵ کال په اروپايي ټولنه کې به ډیر څه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ولسمشرۍ پورې تړلي وي . تېرو څو اونیو کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره له شویو خبرو داسې ښکاري چې ټول د جنورۍ په ۲۰مه د ټرمپ د لوړې مراسمو ته انتظار باسي.
د اوکراین ضد جګړه کې د شمالي کوریا پوځیان: “موږ یې تېر ایستو”
تېر ۲۰۲۴ کال د چین او طالبانو لپاره د سوداګرۍ د پراختیا او مس عینک کان د عملي چارو پيل کېدو کال و او لا هم داسې ښکاري چې افغانستان کې د چین رول او د طالبانو حکومت سره یې اړیکې په پراخېدو دي. پوښتنه دا ده چې ایا طالبان به د چین امنیتي اندېښنې ځواب کړي او د پانګونې نوې څپه به را پورته شي؟
نور راوښيه