جهانزېب وزير: د پاکستان بورسونو ته ۲۲،۰۰۰ افغانانو غوښتنليکونه ورکړي کړي
د پاکستان په لوړو زده کړو کمېسون کې د افغان بورسونو (سکالرشيپونو) د څانګې مشر جهانزېب خان وزير وايي چې د جنورۍ پر ۲۵مه او ۲۶مه به له هغو زرګونو افغان زده کوونکو څخه ازموينې اخلي چې د دغه هېواد شاوخوا ۴،۵۰۰ بورسونو ته يې غوښتنليکونه ورکړي دي. نوموړي زياته کړه چې په افغانستان کې دننه به له زده کوونکو څخه په انلاين توګه او پاکستان کې له مېشتو افغان زده کوونکو څخه به په پېښور او کوټه کې په حضوري ډول ازموينې اخيستل کېږي. د وزير په وينا، بريالي شوي زده کوونکي به د روان کال په مارچ مياشت کې خپل درسونه پيلوي. له جهانزېب خان وزير سره د مشال راډیو خبریال مرکه کړې چې دلته یې اوریدلی شئ.