یاد استخباراتي چارواکی، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د فبرورۍ پر پنځمه د نوم نه ښوولو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، چې وسلهوالو د فبرورۍ پر څلورمه شپه ۱۱ بجې د شکتوی تحصیل په شرکۍ سیمه کې د پوځ پر رغزي امنیتي پوسته برید وکړ، چې ورسره نښته پیل شوه.
دی وايي، په دې پېښه کې څلور پوځیان ووژل شول او اووه ژوبل شول.
نوموړي زیاته کړه چې تر پېښې وروسته وژل شوي او ټپیان سرتېري په چورلکه کې پوځي روغتون ته لېږدول شوي، او امنیتي ځواکونو په سیمه کې د وسلهوالو پر ضد د لټون عملیات پیل کړي دي.
استخباراتي چارواکي دا ونه ویل چې آیا په دې نښته کې وسلهوالو ته هم مرګژوبله اوښتې او که نه.
د پاکستاني ځواکونو پر دې امنیتي پوستې د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
بلخوا د بر جنوبي وزیرستان د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي د فبرورۍ پر پنځمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، چې وسلهوالو د لدا تحصیل په سپینه مېنه (چې مېله هم بلل کېږي) کې درې پولیس سرتېري له خپلو کورونو تښتولي دي.
د پولیسو د تښتونې مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.
په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا، په ځانګړې توګه په جنوبي ضلعو کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د فبرورۍ پر لومړۍ په ډېره اسماعیل خان کې په وسلهوال برید کې د بلوچستان د لېویز ځواک د څلورو سرتېرو په ګډون پنځه تنه ووژل شول.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي، چې په دې هېواد کې د ۲۰۲۳م کال پرتله په ۲۰۲۴م کال کې بریدونه ۷۰ سلنه زیات شوي دي. د راپور له مخې، ۹۵ سلنه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.
همداراز، په اسلاماباد کې د پاکستان د سولې د مطالعاتو انستیتیوت په نوم یوې څېړنیزې ادارې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه کلنی راپور خپور کړ، چې پکې ویل شوي دي، چې په هغه هېواد کې په ۲۰۲۴م کال کې ۵۲۱ وسلهوالې حملې شوې وې، چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول.
په تېرو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پر ضد پراخې مظاهرې، غونډې، پرلتونه او جرګې شوي دي، او خلکو په بیا بیا له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده.
د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي، چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي، او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ پر لومړۍ په بیان کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر له خولې ویلي، چې د وسلهوالو ځپلو ته ژمن دی.