په هرصورت، څو ځانګړي موارد دي چې چارواکي ورته چمتووالی نیسي. یو یې تعرفې دي. د چارواکو په باور، ټرمپ به د کمپاین ژمنه چې پر وارداتو یې د ۱۰ او ۲۰ سلنې ترمنځ د تعرفې لګولو په اړه کړې، عملي کړي چې ښايي هغه د مدیریت وړ وي. سره له دې چې پر ځینو محصولاتو له دې هم د زیاتې تعرفې په اړه اندېښنې شته.
بله مسله د لوړو دفاعي لګښتونو لپاره فشار دی، چې ټرمپ پدې وروستیو کې د خپل وړاندیز سره دا بحثونه تاوده کړي دي. ټرمپ ویلي چې د ناټو غړي هېوادونه باید د کورني ناخالصو تولیداتو (GDP) پنځه سلنه پوځ ته ځانګړې کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ناټو ډېری اروپایي غړي تر اوسه د پخواني، دوه سلنې هدف ته نه دي رسېدلي.
د اوکراین په اړه، د اروپايي ټولنې دریځ
د اوکراین راتلونکی به، په ځانګړې توګه که چیرې په ۲۰۲۵ کې د سولې یا اوربند یو ډول تړون وشي، د اروپایي ټولنې د اجندا په سر کې وي. خو په دې برخه کې به بیا هم ډیری مسایل پر ټرمپ پورې تړلي وي. د اروپايي ټولنې لپاره، هدف دا دی چې لږترلږه د خبرو د میز تر شا یوه چوکۍ د ځان لپاره خوندي کړي، چې ډاډمن کېدل یې لیرې بریښي.
د اوکراین په اړه، داسې ښکاري چې اروپايي ټولنه یوازې په څنډه کې عمل کوي. د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وروستي وړاندیز ته چې په لوېدیځ کې د روسیې له کنګل شویو شتمنیو څخه دې اوکراین ته د متحده ایالاتو د وسلو د پیرلو لپاره کار واخیستل شي، که ځیر شو نو لیدل کېږي چې اروپايي ټولنه له دې کار څخه لږ ګټه پورته کوي. لومړی، پیسې به د اروپایيانو پر ځای د متحده ایالاتو خزانې ته لاړې شي؛ او دوهم، دا چې د روسیې ډیری پیسې په اروپايي ټولنه کې دي، دا ډول اقدام کولی شي په بالقوه توګه د یوې خوندي سیمې په توګه د یورو زون دریځ د دریمو هېوادونو د سوداګرۍ لپاره کمزوری کړي.
اروپايي ټولنې د روسیې له دغې کنګل شوې شتمنۍ څخه اوکراین ته د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو (G7) د وروستي پور د تضمین په توګه کار اخیستی چې دا به لږترلږه د ۲۰۲۵ کال لپاره د کیف لګښتونه تأمین کړي. خو په اوس وخت کې، نظرونو او نوښتونو ته په پام دا یوازې هغه څه دي چې اروپایې ټولنه تراوسه چمتو شوې چې تر دې ځایه وړاندې لاړه شي.
د روسیې د بندیزونو په اړه د اجماع په لټه کې
اروپايي ټولنه به هڅه وکړي چې د بندیزونو له لارې روسیه له نورو کړاوونو سره مخ کړي. اروپايي ټولنې د تېر کال په دوهمه نیمایي کې، چې د شورا مشري یې هنګري کوله، بروکسل د روسیې په وړاندې تر ټولو سخت اقدامات تصویب کړل. د پولنډ سخت دریځ ته په پام، له مشري سره یې په بروکسل کې هیلې راپورته شوي، چې د فبرورۍ تر ۲۴ مې به، چې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل درې کاله پوره کېږي، د بندیزونو یوه نوې بسته چمتو کړي.
د یو شمیر غړیو له خوا به د روسیې د اوبلن طبیعي ګازو او د دې هېواد د اټومي صنعت د نښه کولو په څېر نظرونه مطرح شي، خو ډېره لیرې بریښي چې د دې ټولنې ټول ۲۷ غړي یې تأیید کړي.
هنګري لا تر اوسه پر روسیې د نورو شپږو میاشتو لپاره د اروپايي ټولنې له خوا لګول شوي اقتصادي بندیزونه نه دي تایید کړي. د دغو بندیزونو د تصویبېدو وروستۍ نېټه هم د جنورۍ ۳۱ ده، خو له هغو ډیپلوماتانو سره چې د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریال خبرې کړي او اجازه یې نه درلوده چې خبرې یې ثبت کړي، ویلي چې بوداپست غوښتنه کړې چې دا ټولنه دې د ټرمپ تر لوړې وروسته پرېکړه وکړي.
دا نه ده څرګنده چې هنګري، چې په اروپایي ټولنه کې روس پلوی غړی بلل کېږي، د دغو بندیزونو د تصویبېدو په بدل کې څه غواړي لاس ته راوړي؟ ایا غواړي چې دا بندیزونه کم شي او که بوداپست هڅه کوي چې د اروپايي ټولنې هغو فنډونو ته لاسرسی ومومي چې د د ډیموکراسۍ د خرابې سابقې له امله د دې هېواد پر مخ کنګل شوي دي؟
د اروپايي ټولنې ډیپلوماتان لا دمخه دې مسلې ته، چې د جنورۍ وروستۍ اوونۍ ته غځول شوې، اندېښمن دي. ښایي هغه د جنورۍ تر ۲۷ پورې، چې کله د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې سره جرګه کېږي، هم حل نشي. ان د دې اوونۍ په وروستیو کې په احتمالي بیړنۍ سرمشریزه کې یې هم د حل نښې نه لیدل کېږي.
د اروپايي ټولنې پراخېدل تر ډېره ځنډیدلي
په ۲۰۲۵ کال کې د پولنډ د مشرتابه په جریان کې د دې احتمال شته چې د اروپايي ټولنې د پراختیا لپاره د ۳۳ فصلونو د پرانستلو لپاره محدودې تاریخي پرېکړې وشي. خو په دې اړه چې یو کاندید هېواد باید خپلې مهمې پالیسۍ د اروپايي ټولنې له معیارونو سره برابرې کړي، هغه به بشپړې شوې معاملې نه وي.
د هنګري او سلواکیا په څېر هېوادونو چې په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د شامېلیدو په اړه شک لري، د دې ټولنې د ټولو غړو د نظرونو جلبولو ته په پام احتمال لري چې سربیا به په ۲۰۲۲ کال کې، پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې، لومړنی هېواد وي چې په دې ټولنه کې د غړیتوب لپاره نور فصلونه پرانیزي. د بالتیک هېوادونه، پولنډ او هالنډ به که څه هم ورسره مخالف وي، ځکه دوی له مسکو سره د بلګراد پر نژدېوالي او د سربیا د ډیموکراتیکې سابقې څخه ناراضه دي، خو بیا به هم ورسره موافقه وکړي.
د ګرجستان په اړه هغه څه چې تقریباً یقیني دي دا دي چې له اروپايي ټولنې سره د دې هېواد غړیتوب به وځنډېږي، ځکه له تبلیسي سره د چلند په اړه اروپايي ټولنې لا تراوسه کوم ګډ دریځ نه دی خپل کړی. د ګرجستان د واکمن ګوند په مشرۍ حکومت په دې هېواد کې د ډیموکراسۍ په شا تګ تورن شوی دی. په بروکسل کې داسې احساس رامنځته شوی چې ګرجستان به د ترکیې په څېر، چې د اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره رسمي کاندید دی خو اصلاً پر مخ یې دغه لاره بنده شوې، په ورته دریځ کې وي.
لویدیځ بالکان
په لویدیځ بالکان کې د اروپايي ټولنې د هیلهمنو کاندیدانو په منځ کې، البانیا به د غړیتوب په لور خپل ګړندی بهیر ته دوام ورکړي. تیرانا به پر هغو اوو فصلونو سربېره چې د ۲۰۲۴ کال په دوهمه نیمایي کې یې له اروپايي ټولنې سره پرې خبرې کړې وې، د خبرو اترو نور فصلونه هم پرانیزي.
شمالي مقدونیا او بوسنیا هرزیګوینا به احتمالاً د اصلاحاتو د نشتوالي له امله له خنډ سره مخامخ وي، په داسې حال کې چې مونټینیګرو، چې لا دمخه یې خپل ټول فصلونه پرانېستي، هیله لري چې په ۲۰۲۵ کال کې یې ځیني وتړي. دې هېواد تراوسه د فصلونو یو پر پنځمه برخه تړلي، او په بروکسل کې د هغه په وړاندې یوه ښه اراده رامنځته شوې، څو دا هېواد د روانې لسیزې تر پایه د اروپايي ټولنې د ۲۸م غړي په توګه ومنل شي. په دې سره اروپايي ټولنه غواړي وښيي چې د دې ټولنې پراختیا ممکنه ده.
پوپولیسټان د وړاندې تګ پر لور
په ۲۰۲۵ کال کې به پوپولیسټ ګوندونه او پوپولیسټ سیاستوال په ټوله اروپايي ټولنه کې ځانګړی ځای خپل کړي. جرمني، چې نوی کال یې د انتخاباتو تر سیوري لاندې پیل کړ، د فبرورۍ ۲۳ عمومي انتخابات ترسره کوي. که څه هم تمه کېږي چې له مرکزي ښي اړخو مسیحي ډیموکراټانو جوړ لوی ائتلاف او مرکزي کیڼ اړخی سوسیال ډیموکراټ ګوند به ډېرې رأیې وګټي، خو د جرمني لپاره د بدیل ښي اړخی ګوند احتمال لري چې د شاوخوا شل سلنه رأیو په خپلولو سره دوهم مقام ترلاسه کړي، چې دا به په ملي کچه د دې ګوند تر ټولو لوړې رأیې وي چې ګټي.
په فرانسه کې، چې حکومت یې تر ډېره د ښي اړخو افراطیانو پر کمزوري ملاتړ متکي دی، پکې له ټاکلې نیټې دمخه، په جولای میاشت کې انتخابات ترسره کېږي.
د هسپانیا او هالنډ حکومتونه هم کمزوري دي او احتمال شته چې په دې کال کې ړنګ شي. د ختیځ لور ته، د چک جمهوریت کې پوپولیسټ میلیاردر اندرې بابیش احتمال لري چې د اکتوبر په میاشت کې انتخابات وګټي چې پراګ به له سیاسي پلوه د هنګري او سلواکیا سیاستونو ته نژدې کړي.
او په اتریش کې، د ښي اړخه آزادۍ ګوند ته په دې وروستیو کې دنده ورکړل شوه چې د لومړي ځل لپاره حکومت جوړ کړي، چې په بالقوه توګه به ویانا د مرکزي اروپا د مخ پر ودې پوپولیسټي بلاک پر لور برابر کړي.
پولنډ هم انتخابات په مخ کې لري. داسې اټکل کېږي چې د پولنډ لوېدیځپلوی صدراعظم، ډونالډ ټسک (چې په اروپايي ټولنه کې تر ټولو پیاوړی سیاستوال بلل کېږي او په مرسته یې پولنډ د اروپايي ټولنې د شورا مشرتابه ترلاسه کړې) له واشنګټن سره تودې اړیکې پالي. پولنډ هغه اروپايي هېواد دی چې د کورني ناخالصو تولیداتو له مخې په ناټو کې ډېر پوځي لګښت ورکوي.
خو پر وارسا هم د راتلونکو انتخاباتو سیوری غوړولی. ټاکل شوې د مۍ په ۱۸ د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي، چې ښايي د جون په لومړۍ نېټه دوهم پړاو ته لاړ شي. په دې انتخاباتو کې د ټسک نژدې ملګري، د وارسا ښاروال رافال ترژاسکوسکي ته د تر ټولو مخکښ کاندید په توګه کتل کېږي، او که نوموړی دغه انتخابات وګټي نو به ورسره په هېواد کې د ټسک دریځ لا پیاوړی شي. خو د محافظهکار "قانون او عدالت" ګوند کاندید، کارول ناوروسکي به یقیناً مبارزې ته دوام ورکړي، چې په پسرلي کې به دا هېواد د انتخاباتي ناندریو ډګر وي.