ایا ۲۰۲۵ به افغانستان کې د چین د پانګونې کال وي؟
تېر ۲۰۲۴ کال د چین او طالبانو لپاره د سوداګرۍ د پراختیا او مس عینک کان د عملي چارو پيل کېدو کال و او لا هم داسې ښکاري چې افغانستان کې د چین رول او د طالبانو حکومت سره یې اړیکې په پراخېدو دي. پوښتنه دا ده چې ایا طالبان به د چین امنیتي اندېښنې ځواب کړي او د پانګونې نوې څپه به را پورته شي؟