مونشن – د ډېر انتظار وروسته د مونشن د امنیتي کنفرانس (MSC) د فبرورۍ پر ۱۴مه، د سختو واورو د وریدو سره هممهاله، د دې اټکلونو تر سیوري لاندې پیل شو چې ښايي دا کنفرانس په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه ډیپلوماټیکه بریا ثابته شي او د جګړې ختمولو ته لار هواره کړي.
یو روسي دیپلومات وایي چې سلګونه روسي سرتېري د شمالي کوریا په روغتونونو کې تداوي کېږي. دا څرګندونې د مسکو او پیونګیانګ ترمنځ د اوکراین د جګړې پر همکاریو د کچې یو بل انځور وړاندې کوي.
پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند "توره ورځ" لمانځي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د ځمکې، اقلیم بدلون او تنوع، مساوات او شمولیت د ترویج په اړه د پالیسیو له امله به د روانې میاشتې په وروستیو کې په سویلي افریقا کې د جي ۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون ونه کړي.
ثنا خان؛ د پېښور لومړنۍ ښځينه ټکسي چلونکې
څلورم اغا خان ، چې د نړۍ د شیعه اسماعیلي مسلمانانو روحاني مشر ګڼل کېده، د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو. د هغه بنسټ وايي چې نوموړی د فبرورۍ په ۴مه په پرتګال کې، د خپلې کورنۍ د غړو د حضور پر مهال، ساه ورکړه.
د بر جنوبي وزیرستان د استخباراتي ادارې یو چارواکی وايي چې د فبرورۍ پر څلورمه وسلهوالو په شکتوی کې د پوځ پر امنیتي پوسته برید کړی، چې په پایله کې څلور عسکر وژل شوي او اووه تنه ټپیان شوي دي.
د پاکستان په لوړو زده کړو کمېشن کې د افغان بورسونو د څانګې مشر جهانزېب خان وزير وايي چې د جنورۍ پر ۲۵مه او ۲۶مه به له هغو زرګونو افغان زده کوونکو څخه ازموينې اخلي چې د دغه هېواد شاوخوا ۴،۵۰۰ بورسونو ته يې غوښتنليکونه ورکړي دي.
مشهور ایرانی طنز لیکوال چې ځان یې وواژه؛ ابراهیم نبوی څوک و؟
مخکې له دې چې په متحدو ایالتونو کې پر ټیکټاک بندیز اجرا شي، ټیکټاک په خپله د د امریکا په متحدوایالتونو کې خپل اپ بند کړ.
احمد العوده، د سوریې په سویل کې د یاغیانو پخوانی مشر، چې د بشار الاسد د حکومت له مخالفت څخه یې د روسیې سره همکارۍ ته خپل دریځ بدل کړ. هغه وروسته بیا په ۲۰۲۴ کال کې د اسد ضد ځواکونو سره یوځای شو.
اسرائیل او حماس ډله –چې د متحده ایالاتو او ځینو نورو هیوادونو له لوري ترهګر سازمان بلل کېږي، یوې هوکړې ته ورسېدل چې تمه کېږي له مخې به یې منځني ختیځ کې له تېرو ۱۵میاشتو پیل شوې جګړه پای ته ورسېږي. دې جګړې د لسګونه زره کسانو د قرباني کولو ترڅنګ د منځني ختیځ وضعیت هم بدل کړ.
نور راوښيه