د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د مونشن امنیتي کنفرانس: د اوکراین لپاره لوړې هیلې، سختې پرېکړې


د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس (ښي اړخ) او د ناټو عمومي منشي مارک رته د میونشن امنیتي کنفرانس په څنډه کې د دوه اړخیزې غونډې پر مهال سره ولیدل.
د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس (ښي اړخ) او د ناټو عمومي منشي مارک رته د میونشن امنیتي کنفرانس په څنډه کې د دوه اړخیزې غونډې پر مهال سره ولیدل.

مونشن – د ډېر انتظار وروسته د مونشن د امنیتي کنفرانس (MSC) د فبرورۍ پر ۱۴مه، د سختو واورو د وریدو سره هم‌مهاله، د دې اټکلونو تر سیوري لاندې پیل شو چې ښايي دا کنفرانس په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه ډیپلوماټیکه بریا ثابته شي او د جګړې ختمولو ته لار هواره کړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د پلاوي مشري د دغه هېواد مرستیال ولسمشر جي ډي وینس کوي، چې د ماښام پر مهال یې د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره کتنه لرله. لا روښانه نه وه چې د روسیې پلاوی به په دې کلني کنفرانس کې برخه لري که نه.

د روسیې هېڅ استازی د کنفرانس په رسمي لېست کې نه و، او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا د دې هېواد تاس خبري اژانس ته ویلي، چې د روسیې د رسمي دولتي ارګانونو او بنسټونو هېڅ استازی به ګډون ونه کړي.

بلخوا د کریملین ویاند ډیمتري پېسکوف هم نه‌دي ویلي چې ایا واشنګټن او مسکو د مونشن د کنفرانس تر څنګ د لیدنې پلان لري که نه.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ پر ۱۳مه ویلي وو، چې د امریکا او روسیې چارواکي د فبرورۍ پر ۱۴مه په مونشن کې سره ګوري او اوکراین ته هم بلنه ورکړل شوې ده. ټرمپ د فبرورۍ پر ۱۲مه د ټیلیفون له لارې، جلا-جلا له زیلینسکي او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې کړې وې او ویلي یې وو، چې دی او پوتین موافق دي چې دواړه هېوادونه به سمدستي د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې پیل کړي.

کییف ویلي چې د درې اړخیزو خبرو تمه نه‌لري. همداراز، زیلینسکي کنفرانس ته ویلي، چې یوازې د روسیې له یوه چارواکي سره خبرو ته تیار دی او هغه پوتین دی، خو دا هم یوازې هغه وخت چې اوکراین د ټرمپ او د اروپايي مشرانو سره یوځای پر یوه پلان موافقه وکړي.

هغه وویل: "زه هېڅکله د داسې څه منلو ته تیار نه یم، چې پرته له اوکراین سره د همغږۍ هوکړه پرې شوې وي. نه‌یوازې زه، بلکې ټول اوکرایني ملت به يې و نه‌مني."

د ټرمپ د ټیلیفوني اړیکې له پوتین سره دا اندېښنې زیاتې کړې، چې ښايي کییف او اروپا د پامه وغورځول شي او یوه د واشنګټن او مسکو ترمنځ جوړه شوې د سولې طرحه، د اوکراین پر حکومت وتپل شي.

که د روسیې استازي وي او که نه، مونشن ډېرو اروپايي مشرانو ته لومړنۍ موقع برابروي، چې د ټرمپ د نوې ادارې له لوړپوړو چارواکو سره وویني، چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د اوکراین استازی کیت کیلګ، او د دفاع وزیر پیټ هېګسیت هم پکې شامل دي.

د زیلینسکي د دفتر رئیس اندري ېرماک د ټولنیزو رسنیو په یوه پیغام کې لیکلي، چې هغه له کیت کیلګ سره ولیدل او د "عادلانه او دوامداره سولې د ترلاسه کولو لپاره د ګډو هڅو د همغږۍ" په اړه یې خبرې وکړې.

د امریکا دفاع وزیر هېګسیت د ناټو د دفاع وزیرانو د روانې اونۍ د بروکسل د غونډې پر مهال د دې خبرې له امله غبرګونونه پارولي، چې وايي: "د سولې تر موافقې لاندې، اوکراین نه شي کولای هغه سیمې بېرته ترلاسه کړي چې د روسیې له‌خوا نیول شوي او نه به د ناټو غړیتوب واخلي."

په اروپا کې د سخت غبرګون له څرګندولو وروسته، ځینو شنونکو د ده خبرې د دویم مونشن د موافقې له جوړېدو سره تشبیه کړې، داسې اشاره چې بریتانیا او فرانسې د ۱۹۳۸ کال په موافقه کې د نازي جرمني غوښتنو ته غاړه کېښوده او د چیكوسلواکیا پراخې سیمې یې ور کړې.

د "ارامولو" خبرداری

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس د روانې اونۍ په ترڅ کې د "ارامولو" یادونه وکړه. د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د روسیې پر وړاندې د "تسلیمېدو" پر ضد خبرداری ورکړ.

د استونیا د بهرنیو چارو وزیر مارګوس څاخنا د کنفرانس په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل، چې د ټرمپ ټیلیفوني اړیکه له پوتین سره "نه اوکراین او نه هم د اروپا دریځ غښتلی کوي."

هغه وویل: "[هغه څه] چې موږ یې باید اوس، هر ډول خبرو ته تر کېناستلو یا له پوتین سره د مذاکراتو تر پیل دمخه وکړو، حقیقت کې دا دي چې د ده هدف بدل کړو. د ده هدف لا هم نه‌دی بدل شوی. خبره د دې نه‌ده، چې نوموړی دې د اوکراین د ځینو نورو سیمو د نیولو اراده ولري. هدف یې د اروپا د امنیتي جوړښت بدلول دي. دی غواړي اوکراین د یوه هېواد په توګه بشپړ له منځه یوسي."

وېنس: د بیان ازادي تر ګواښ لاندې ده

د امریکا مرستیال ولسمشر وېنس دا هم وویل، چې د ده په اند د اروپا دننه ځینې موضوعات، د هغه څه په شمول، چې نوموړې د بیان پر ازادي محدودیتونه وبلل، تر روسیې لوی ګواښ دی.

هغه زیاته کړه: "زه چې د اروپا په برخه کې کوم ګواښ ډېر مهم بولم، هغه نه روسیه ده، نه چین دی، او نه کوم بل بهرنی لوبغاړی. زه د کورني ګواښ په اړه اندېښمن یم. د اروپا د هغو ارزښتونو د پرېښودو په اړه اندېښمن یم، چې ډېر بنسټیز دي."

وېنس وویل: "په واشنګټن کې یو نوی رهبر راغلی دی. د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ، موږ شاید له تاسو سره هم‌عقیده نه وو، خو موږ به ستاسو د دې حق دفاع کوو، چې خپل نظرونه په څرګنده وړاندې کړئ."

وېنس د اروپا ته د غیرې قانوني کډوالو د ورتګ پر تګلاره هم نیوکه وکړه، او ویې ویل چې د رایه ورکوونکو اکثریت "سلګونو زرو ناڅېړل شویو کډوالو د ورتګ" غوښتنه نه‌ده کړې.

هغه د فبرورۍ پر ۱۳مه د مونشن د حملې یادونه هم وکړه چې پکې د یوه ۲۴ کلن افغان نوم اخیستل شوی او د کډوالۍ غوښتنه یې کړې وه.

په دې برید کې، چې د اسلامي سختدریځۍ انګېزه یې لرله، تر ۳۰ تنو زیات کسان ټپیان شوي دي.

ټرمپ څو ځلي د خپلو اروپايي متحدانو څخه غوښتي، چې د دفاعي لګښتونو کچه لوړه کړي.

د مونشن د کنفرانس د پرانیستې یوه لومړۍ ناسته هم د "د امریکا د کمې ونډې پر مهال، موږ باید څه وکړو؟ د اروپا د دفاع پیاوړتیا" تر عنوان لاندې ترسره شوه.

بله ناسته د بالتیک سمندرګي د ترکیبي جګړو (هایبرېډ وار) پر موضوع متمرکزه وه، ځکه لوېدیځ هېوادونه روسیه د سمندري کیبلونو او پایپ لاینونو د ویجاړولو د څو وروستیو پېښو مسووله بولي.

زېلینسکي د غرمې وروسته په یوه غونډه کې ګډون وکړ چې عنوان يې "د امریکا او اوکراین د امنیتي همکارۍ راتلونکی" و. تمه ده روانې اونۍ په اوږدو کې په کنفرانس کې ددې موضوع په اړه د بحثونو ډېر جزییات خپاره شي. د کنفرانس د پرانیستې پر مهال، کرېملین د وېنس د هغې مرکې په اړه غبرګون وښود چې هغه د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته کړې وه او ویلي یې وو چې د اقتصادي فشار تر څنګ، "البته چې پوځي وسایل هم شته" چې د امریکا متحد ایالتونه يې د روسیې د راضي کولو لپاره کارولی شي څو جګړه پای ته ورسېږي. د کرېملین ویاند دمتري پېسکوف خبریالانو ته وویل: "دا د [امریکا] په دریځ کې نوی عنصر دی. موږ مخکې دا ډول څرګندونې نه‌دي اورېدلي او نه هم وړاندې ویل شوې وې." پېسکوف زیاته کړه: "نو خامخا تمه لرو چې د هغو تماسونو پر مهال چې موږ یې یادونه کړې ده، د دې مسالې د روښانتیا غوښتنه وکړو. "

XS
SM
MD
LG