په ننګرهار کې له تعلیمه بې برخې شوې نجونې وایي، پرمخ يې د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو له تړل کیدو سره ډېرې ناهېلې شوي دي.
په کندهار کې ورځني مزدوران وايي، د کار نشتوالي او اقتصادي ستونزو یې ژوند له ګڼو ننګونو سره مخ کړی دی. د دوی په وینا، له سهار تر ماښامه د کار په لټه کې وي، خو اکثره ورځو د مزدورۍ په موندلو بریالي نهشي.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د غنمو او اوربشو د اصلاح شویو تخمونو پر څېړنې کار کوي. چارواکي وایي، چې د دې څېړنې په پایله کې به د بزګرو حاصلات ډېر شي.
د ارزګان ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږکال په دغه ولایت کې پر ۲۷ زره هیکټاره مځکه غنم کرل شوي، چې تمه ده راتلونکی کال به شاوخوا ۹۱ زره متریک ټنه حاصل ورکړي.
د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې د زړه ناروغانو شمېر ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی. د روغتون مسوولین وايي، یوازې په تېره یوه میاشت کې ۴۶ کسان د زړه د حملې له امله روغتون ته راوړل شوي، چې ځینې یې بستر شوي او ځینو ته د عاجلې درملنې اړتیا وه.
په نورستان کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست مسولان وايي، د یاد ولایت په دریو ولسوالیو کې يې کڼ شمېر شنې خونې جوړې کړې دي.
کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د ښوونځیو او مدرسو د جوړېدو غوښتنه کوي .دوی وايي، ولسوالۍ کې يې هېڅ ښوونځی او رسمي مدرسه نه شته او ماشومان یې له زده کړو بې برخې دي.دا په داسي حال کې ده چې نن د جنورۍ میاشتې ۲۴ مه د زده کړو نړیواله ورځ ده .نور تفصیل په دې راپور کې
د نورستان اوسیدونکو لاهم له پیړیو ورپاتې پخواني دودونه پالې. دوي د پخوا په څېر اوس هم په ودونو کې ګڼ واړه او غټ څاروې حلالوې، پخوې يي او هر څاروی په ۲۴ برخو وېشې. په دې ۲۴ برخو کې د قومي مشرانو،مخورو ،میلمنو او دنورو غوښه معلومه ده او هر چاته د هغه د مقام او حیثیت سره سمه ورکوې.
د کونړ اوسیدونکي وايي، د کونړ د سیند پریمانه اوبه له کوم بدیل پرته په وړیا ډول پاکستان ته روانې دي. د دوی په خبره، تراوسه د دې سیند له اوبو افغان حکومتونو د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره هیڅ ګټه نده اخستې.
که څه هم په کندهار کې د زیتونو کښت تر اوسه عام نه دی، خو د عینو مېنې په دويمه سیمه کې یو لوی شخصي باغ شته چې زرګونه ونې لري او هر کال د پام وړ حاصل ورکوي.
په ارزګان ولایت کې د افغانستان له ګاونډي هیواد پاکستان څخه راکډه شوي کډوال د سختو او نامساعدو شرایطو سره مخ دي. چارواکي وايي چې د دې کډوالو لپاره په دې ولایت کې پر ۲۰۰۰ جریبه ځمکه د سرپناه جوړولو یوه پروژه په پام کې نیول شوې ده.
نور راوښيه