د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

کندهار کې مزدوران د کار له نشتوالي او اقتصادي ستونزو شکایت کوي


د کندهار ډیر ځوانان بیکاره دي او روزانه نشي پیدا کولی
د کندهار ډیر ځوانان بیکاره دي او روزانه نشي پیدا کولی

په کندهار کې ورځني مزدوران وايي، د کار نشتوالي او اقتصادي ستونزو یې ژوند له ګڼو ننګونو سره مخ کړی دی. د دوی په وینا، له سهار تر ماښامه د کار په لټه کې وي، خو اکثره ورځو د مزدورۍ په موندلو بریالي نه‌شي.

د کندهار ښار په زړه کې، د مدد څلور لارې په څېر ځایونو کې هره ورځ لسګونه مزدوران د کار په تمه راټولېږي.

ځوانان او سپین ږیري د سړک پر غاړه له هر تېرېدونکي وسایط څخه د کار هیله لري.

خو ډیری وختونه هغوی د کار په موندلو بریالي نه‌شي او ناهیلي خپلو کورونو ته ستنېږي.

سید احمد، چې هره ورځ د کار په تمه دلته راځي، وايي چې ډېری وختونه ناهیلی کور ته ځي.

د هغه په وینا، په ژمي کې د کار موندلو ستونزه نوره هم ډېریږي، ځکه د ساختماني چارو په څېر ډېری کارونه په دې موسم کې ټکني وي.

سید احمد زیاتوي، "موږ دلته له سهاره تر ماښامه د کار په تمه ناست یو، خو زیاتره ورځو کار نه پیدا کېږي. کور ته تش لاس ستنېږو او دا حالت ورځ تر بلې سختېږي".

موږ دلته له سهاره تر ماښامه د کار په تمه ناست یو، خو زیاتره ورځو کار نه پیدا کېږي. کور ته تش لاس ستنېږو او دا حالت ورځ تر بلې سختېږي
سید احمد

په دې وروستیو کې، هېواد ته د زرګونو کډوالو راستنېدو د بې‌کارۍ ستونزه نوره هم زیاته کړې ده.

عبدالغفار، چې څو میاشتې وړاندې له پاکستانه کندهار ته راستون شوی، وايي هغه د خپلې کورنۍ یوازینی سرپرست دی، خو دلته د ورځې په اوږدو کې هم د کار موندلو چانس نه‌لري.

عبدالغفار زیاتوي، "زه له پاکستان څخه راستون شوی یم او دلته کار پیدا کول ډېر ستونزمن دي. موږ څو ورځې په تمه پاتې کېږو، خو هیڅ څوک موږ د کار لپاره نه باسي. د کورنۍ اقتصادي وضعیت مو ډېر خراب دی".

په کندهار کې د بې‌کارۍ د زیاتېدو له امله د ټولنې بې‌وزله طبقه په ځانګړې توګه اغېزمنه شوې ده.

د کار په لټه ټوله ورځ د کندهار په بازارونو کې سرګردانه ځوانان
د کار په لټه ټوله ورځ د کندهار په بازارونو کې سرګردانه ځوانان
زه له پاکستان څخه راستون شوی یم او دلته کار پیدا کول ډېر ستونزمن دي. موږ څو ورځې په تمه پاتې کېږو، خو هیڅ څوک موږ د کار لپاره نه باسي. د کورنۍ اقتصادي وضعیت مو ډېر خراب دی
عبدالغفار

یو شمېر مزدوران وايي،د بې‌کارۍ کچه نه یوازې د کندهار، بلکې د نورو ولایتونو خلکو ته هم زیاته ننګونه ده.

د هغوی په وینا، ډېری کسان له نورو سیمو څخه هم د کار په هیله کندهار ته راځي، خو د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو له امله ټول مزدوران دایمي کار نه‌شي موندلی.

نعمت الله او محمد قاسم، چې دواړه د کندهار اوسېدونکي دي، وايي چې د طالبانو حکومت باید د ساختماني او نورو پروژو له لارې دایمي کارونه برابر کړي.

نعمت الله وړاندې وایي، "موږ له حکومته غواړو چې موږ ته د ساختماني پروژو له لارې دایمي کارونه برابر کړي. دا بې‌کاري زموږ ژوند ډېر خراب کړی دی".

د محمد قاسم په ټکو، "یوازینی هیله مو داده چې د کار لپاره زمینه برابره شي. دا حالت نور دوام نه‌شي کولی".

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کندهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست له مسؤلینو سره خبرې وکړو، خو هغوی د دې راپور تر خپرېدو پوري خبرو کولو لپاره حاضر نه شول.

XS
SM
MD
LG