په ارزګان ولایت کې هغه افغان کډوال چې د پاکستان د پوځ له لوري په زور خپل هیواد راشړل شوي د ژوند له سختو شرایطو سره مخ دي.
دغه کډوال، نه یوازې د سرپناه بلکې د خوړو، روغتیايي خدماتو، او نورو اړتیاوو په اړه هم سختې ستونزې لري.
محمد قاسم ـ یو کډوال چې له خپلې کورنۍ سره په ارزګان کې ژوند کوي، وویل: «موږ د پاکستان له خاوره په زوره راویستل شوو. دلته د خوړو، اوبو، او درملو لپاره هیچا سره مرسته نه ده شوې. یوازې د سرپناه جوړول کافي نه دي، موږ ته باید د ژوند نورې اړتیاوې هم برابرې شي.»
عبدالله یو بل کډوال دي چې د خپلو دوو ماشومانو سره په ارزګان کې اوسېږي، وایي:
«دلته موږ د یخنۍ او ګرمۍ له ستونزو سره مخ یو. له دې پرته، د خپلو ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې اسانتیاوې هم نشته. حکومت باید د دې ټولې ستونزې په اړه فکر وکړي.»
په ارزګان ولایت کې د کډوالو لپاره د سرپناه جوړولو یوه پروژه پیل شوې ده، چې په ترڅ کې به پر ۲۰۰۰ جریبه ځمکه د ګاونډیو هېوادونو څخه راکډه شوي کډوالو لپاره یو ښارکوټی جوړ شي.
چارواکي وايي، دغه پروژه به د کډوالو لپاره د ژوند اساسي شرایطو ته وده ورکړي او هغوی ته به د استوګنې ځای برابر کړي.
د طالبانو د حکومت د ښار جوړونې وزارت ویاند، محمد کمال افغان، د دې پروژې په اړه ویلي:
«په ارزګان کې د کډوالو لپاره د سرپناه جوړولو پروژه پیل شوې ده، چې په دې کې ۲۰۰۰ جریبه ځمکه د کډوالو لپاره ځانګړې شوې ده. هدف دا دی چې کډوال د یوې منظمې سیمې په چوکاټ کې ځای پر ځای شي.»
له دې وړاندې په ارزګان ولایت کې یوې خیریه موسسې د ځینو کډوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي.