نورستان د هیواد په ختیځ کې پروت غرنی ولایت دی.
دغه خاوره تر ۱۸۹۶ زیږدیز کال پورې د کافرستان په نوم یادیده، خو په همدې کال د امیر عبدالرحمن د لښکرو لخوا ونیول شوه، اوسیدونکو يي اسلام ومانه او او کافرستان په نورستان بدل شو.
د اسلام منلو سره دغو خلکو خپل ډیر دودونه پريښودل، خو خپل کلتور، ژبه او یو شمیر دودونه يي لا اوس هم ژوندي ساتلي دي.
د ژوندي پاتو رواجونو څخه يي په ودونو کې د زیاتو څارویو حلالول، هر څاروی په ۲۴ برخو ویشل، محلې موسیقې غږول، ځانګړې نڅا او اتڼ کول هم شامل دي.
په ودونو کې د څارویو حلالولو د دود په اړه د وانت وایګل ولسوالۍ اوسیدونکي محمد اسماعیل نورستاني ازادي راډیو ته وویل، "دلته خو رواج دا دی چې هر یو واده کې شل پنځه ویشت پسونه حلالیږې، د هر پسه غوښه په ۲۴ برخو ویشل کېږې، له دې څخه ۱۲ برخې د میلمنو او د کلي مشرانو لپاره جوړیږې او پاتې دولس یي نزدې خپلوانو،عامو کلیوالو، ښځو او ماشومانو ته جلا کېږې. لنډه دا چې یو مال ۲۴ کسانو ته ورکول کېږې".
رواج دا دی چې هر واده کې شل پنځه ویشت پسونه حلالیږې، د هر پسه غوښه په ۲۴ برخو ویشل کېږې، له دې څخه ۱۲ برخې د میلمنو او د کلي مشرانو لپاره جوړیږې او پاتې دولس یي نزدې خپلوانو،عامو کلیوالو، ښځو او ماشومانو ته جلا کېږې.د نورستان اوسیدنکی اسماعیل
د نورستان قومي مشر او د یاد ولایت له تاریخ او کلتور اګاه انجینر محمد عیسی وحدت وویل، " د نورستان په ډیری کلیو او درو کې د څارویو په غوښو کې قومي مشرانو، ځانګړو میلمنو، ځوانانو، د نزدې خپلوانو او د نورو خلکو برخې معلومی دي".
ښاغلی وحدت وايي، د پخوا په څیر اوس هم په نورستان کې واده کول مشکل کار دي، خو یو بل ته د څارویو وړلو رواج د واده کورنۍ سره پوره همکارې کوې.
هغه وړاندې وویل، " ودونه اوس هم په نورستان کې په اقتصادي لحاظ مشکل دي،خو رواج دا دی چې یو بل ته پسونه وړې،نو بیا د واده په ورځ د واده په کورنۍ دومره مصرف نه راځي.خپل ،خپلوان او دوستان چې واده ته راځي نو هغوي خالې لاس نه راځې او ځانونو سره پسونه راولې".
یو شمیر نورستانیان بیا وایي، په افغانستان کې جګړو،ناامنیو،کډوالیو او طبیعي افتونو د هیواد د نورو برخو په څېر په نورستان کې هم د مالدارۍ سکتور ځپلی او ورسره په ودونو کې د زیاتو څارویو حلالولو دود کمزوری شوی دی.
د وانت وایګل ولسوالۍ قومي مشر عبدالستار خان ازادي راډیو ته وویل، "په نورستان کې خو پخوا داسې رسم او رواج و چې ودونو کې به خلکو ډیر مالونه حلالول،چې یو سړی به ښه مالداره و او اوچته کورنۍ به يې وه، هغوي به تقریبا پنځه ویشت او دیرش سیرلي یا پسونه او یوه شنډه غوا حلالوله.خو اوس د دغو څارویو شمیر کم شوی دی".
هغه وايي، دا سمه ده چې په ودونو کې خپل خپلوان او دوستان یو بل ته څاروي ورولې،خو دا ټول کارونه په بدل ترسره کېږې.او بې وسه کسان بیا دا سیالې نشې ترسره کولی.
د لوړو مصارف له کبله له واده پاتو ځوانانو غوښتنې
له ودونو پاتې نورستاني ځوانان هم شکایت کوې چې د لوړ ولور او په ودونو کې د زیاتو لګښتونو په وجه د کورونو ابادولو وس نلرې، له حکومتي چارواکو او په ځانګړي ډول دامر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له مسولینو غواړې چې ورته له پخوا د پاتې سختو رواجونو او لوړ ولور د مخنیوې لپاره کار وکړې.
پنځه کاله کېږې چې کوژه شوي یو، خو د ولور او په واده کی د کیدونکې لګښت په پیدا کولو کې د پاتې راتلو په وجه تراوسه له واده بې برخې یمد لوړ ولور له کبله له واده پاتې ځوان
د واما ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي چې له نوم ښودلو او اواز ثبتولو يي ډډه کوله ازادي راډیو ته وویل، "پنځه کاله کېږې چې کوژه شوي یو، خو د ولور او په واده کی د کیدونکې لګښت په پیدا کولو کې د پاتې راتلو په وجه تراوسه له واده بې برخې یم".
د هغه په خبره، دا لاهم نده معلومه چې کله به پېسې پیدا کوم او خپله میرمن به کور ته راولم.
هڅه مو وکړه چې په یاد ولایت کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست چارواکو څخه د دغو رواجونو د مخنیوې په برخه کې د کړو فعالیتونو په اړه ځواب ترلاسه کړو،خو پرې بریالي نشو.
په نورستان کې پداسې حال کې د خوښیو په مراسمو او په ځانګړي ډول په ودونو کې یو شمیر کسان د زیاتو څارویو د حلالولو او د هر څاروي په ۲۴ برخو د ویشلو په اړه خبرې کوې،چې دیاد ولایت او د هیواد په نورو سېمو کې د لوړ ولور ترڅنګ د دغه ډول ملا ماتونکو پخوانیو رواجونو ګڼ ځوانان او پېغلې له ودونو بې برخې پاتې کړي دي.