د هېواد په خیتځ کې د کونړ ولایت اوسیدنکې وايي، د هر پسرلي، اوړې او مني په موسمونو کې یاد سیند د کونړ او ننګرهار خلکو ته مالې او ځانې زیانونه رسوې، خو پاکستان د ځمکو خړوبولو، د تورتم کورونو روښانه کولو او د اقتصادي څرخ ګرځولو لپاره پرې د اوبو او برښنا بندونه جوړ کړې دي.
د سیمې اوسیدونکي وایي، د تیر جمهوریت چارواکو پر دغه سیند د بندونو د جوړولو لپاره هیڅ اقدام ونه کړ.
د کونړیانو غوښتنه
د دغې ولایت اوسیدنکی جودا وايي، د کونړ پر سیند د بند جوړولو د ټولو افغانانو غوښتنه او اړتیا دی.
د کونړ پر سیند د بند جوړول د کلونو کلونو پروژه ده، او هر حکومت چې په افغانستان کې راغلی پر دغې سیند د بندونو د جوړولو ژمنې يې کړي، خو پلي کړي يې نه دید کونړ اوسیدنکی جودا
د هغه په خبره، "د کونړ پر سیند د بند جوړول د کلونو کلونو پروژه ده، او هر حکومت چې په افغانستان کې راغلی پر دغې سیند د بندونو د جوړولو ژمنې يې کړي، خو پلي کړي يې نه دی".
د همدې ولایت یو بل اوسیدنکی کامران وايي، د کونړ پر سیند د بند جوړول د افغانان لپاره لویه زیری دی.
هغه ازادي راډیو سره خبرو کې وویل"موږ هر وخت دې زیري ته په تمه یو چې نن به د سور طاق بند د بنسټ ډبره کېښودل کیږي یا سبا، خو تراوسه په دې نیت یوه تیږه هم په بله نده کېښودل شوې".
د سیمې یو شمیر نورو اوسیدونکو ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له سرپرست حکومته غوښتي چې د کونړ پر همیشه بهاند سیند دې بندونه جوړ کړي.
رضوان الله وايي،" موږ اماده یو چې پر دغه سیند د بند د جوړولو لپاره هر ډول مالي مرسته وکړو، څو دا بند جوړ شي".
بل پلو، حاجي یعقوب بیا وايي، "موږ د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره هر ډول مالي مرستو ته چمتو یو، موږ به تر خپله وسه هڅه وکړو چې د بند د جوړولو لپاره مالي مرستې راټولې کړو".
موږ هر وخت دې زیري ته په تمه یو چې نن به د سور طاق بند د بنسټ ډبره کېښودل کیږي یا سبا، خو تراوسه په دې نیت یوه تیږه هم په بله نده کېښودل شوېد کونړ اوسیدنکی کامران
د تیر جمهوریت چارواکو ویلې و، "د کونړ اسمار ولسوالۍ له سورطاق څخه د مرکز اسعداباد تر څاګي پورې يي د یو هندي شرکت پر مټ سروې کړې او پکې يې شپږ ځایونه د بندونو جوړولو لپاره په نښه کړي دي".
دغو چارواکو ویلي و، که په یادو ځایونو کې بندونو جوړ شي،نو شاوخوا ۷۵۰۰ میګا واټه برښنا تولیدولی شي.
په تیر جمهوریت کې چارواکو دا ژمنې هم کړې وې که چیرته بندونه جوړ شي، برېښنا به يې د ټول افغانستان له اړتیا زیاته وي.
دغو چارواکو ویلي، بیا به اړتیا نه وي چې له ګاونډیو هېوادونو برېښنا په بیه واخلو.
خو د تیر جمهوریت له پرځیدو وړاندې د دې بند د بنسټ ډبره کېنښودل شوه.
د طالبانو سرپرست حکومت
تازه د طالبانو د سرپرست حکومت د اوبو او برښنا وزیر عبداللطیف منصور یوې خصوصې رسنۍ سره په خبرو کې ویلې، د کونړ پرسیند بند جوړولو ته کلک هوډ لرې او د جوړیدو هوکړه يي یو بهرنې ودانېز شرکت سره نژدې شوې ده.
که څه هم یاد وزیر د بند او د شرکت په اړه نور معلومات ندي ورکړي، خو زیاته کړې يي ده چې د بند سروې او تخنیکي مطالعات بشپړ شوي او ډیر زر به يي د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شي.
تراوسه نده معلومه چې د کونړ پر سیند د برښنا بند د جوړولو کې کوم بهرنی شرکت پانګونه کوې.
خو په دې وروستیو کې روسي، چینايي، اوکراینې او ترکيي شرکتونو په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پانګونې او کار کولو ته لیوالتیا ښودلې ده.
په کونړ کې د زراعت او اوبو لګولو چارو ماهرین وايي، د کونړ پر سیند کې په اعظمي ډول په هره ثانیه کې ۱۰۸۰ متره مکعب اوبه بهیږي، چې تراوسه ترې د برښنا د تولید او ځمکو خړوبولو په برخه کې استفاده نده شوې.
د یادونې وړده چې سردار محمد داود خان په خپل پنځه کلن پراختیايي پروګرام کې د کونړ پر سیند د سورطاق ساحه کې د برښنا بند جوړول شامل کړي و او اټکل شوی و چې له یاد بند څخه به شاوخوا( ۱۵۰۰) میګا واټه برښنا تولید او د افغانستان اړتیا به پوره کړې، خو په هیواد کې د حالاتو خرابیدو سره د سردار محمد داود خان او ټولو افغانانو دا ارمان پوره نشو.