د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه له متحده ایالاتو سره یوې موافقې ته ونه رسیږي نو "بمبار" به شي. د امریکا ولسمشر دا څرګندونې د این بي سي نیوز سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې کړي، چې دې شبکې د یکشنبې په ورځ خپرې کړي.
په داسي حال کې چې د ایران د اتومي پروګرام پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا په زیاتېدا ده، د ایران د پارلمان رئیس ویلي چې که امریکا پر ایران برید وکړي، ایران به په سیمه کې د امریکا اډې په نښه کړي.
د ۲۹ ورځني ځنډ وروسته نن شنبه د مارچ ۲۲ مه د تورخم دروازه د عامو ویزه لرونکو مسافرو او عاجلو ناروغانو پر مخ پرانستل شوه.
تورخم دروازه لا هم د مسافرو د تګ راتګ پر مخ بنده ده.
نور راوښيه