په تورخم کې د طالبانو د حکومت کمېسار عبدالجبار حکمت د جمعې په ورځ (د مارچ په ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل:
"د جمعې په ورځ لاره بنده ده، د پاکستانیانو سیسټمونه خراب کړي، دوی څلور سیسټمونه درلودل، دا د افغانستان خلک چې پاکستان ته اوړي، نو همدا سیسټمونه اوس خراب دي، هڅې روانې دي چې ژر دا جوړ شي، ښایي ماسپښین، ښایي مازدیګر یا ماښام، خو موږ به بیا معلومات خپاره کړو."
ښاغلي حکمت له مسافرو وغوښتل چې تر بلې خبرتیا دې د ورتلو هڅه نه کوي.
د جمعې په ورځ لاره بنده ده، د پاکستانیانو سیسټمونه خراب کړي، دوی څلور سیسټمونه درلودل، دا د افغانستان خلک چې پاکستان ته اوړي، نو همدا سیسټمونه اوس خراب دي، هڅې روانې دي چې ژر دا جوړ شي، ښایي ماسپښین، ښایي مازدیګر یا ماښام، خو موږ به بیا معلومات خپاره کړوعبدالجبار حکمت
د طالبانو د حکومت د دې چارواکي په خبره، دا سیسټمونه د دواړو لورو ترمنځ وروستیو نښتو کې زیانمن شوي دي.
په تورخم کې د پاکستاني اړخ ځینو سرچینو هم د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې دا کمپیوټر سیسټمونه د طالبانو په ډزو کې زیانمن شوي او نن جمعه یې دوی پر ترمیم بوخت دي.
په تورخم کې یو شمېر افغان مسافر او ناروغان وایي چې دې وضعیت له ستونزو سره مخ کړي دي.
یو ناروغ لایق خان د جمعې د ورځې په سهار ازادي راډیو ته وویل:
"زما په ګردو کې څلور ډبرې دي، زه همدا اوس هم شدید درد لرم، باید پاکستان ته ډاکتر ته ورشم، میاشت وشوه چې د دې دروازې پرانیستو ته په تمه یم، له دولته مو غوښتنه دا ده چې خیر دی دا لاره د ناروغانو پر مخ پرانیزي، دا دریمه ورځ ده چې دروارزې سره پروت یم، ګرده مې پړسېدلې ده، وضعیت مې بد دی."
یو مسافر هم چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، له ورته ستونزې شکایت وکړ.
ده هم د جمعې په ورځ غرمه مهال ازادي راډیو ته وویل،
"دلته بیخي زیات خلک، مسافر، ناروغان او مزدوران راټول شوي دي، خو دروازه بنده ده، ناروغان او مسافر څوک په جوماتونو کې، څوک هوټلونو کې او څوک هم په سړک ناست دي، ډېر بد حال دی."
د یادونې ده، چې تورخم دروازه وړمه ورځ (د مارچ په ۱۹مه) له ۲۷ ورځو ځنډ وروسته یوازې د ترانزیت او سوداګرۍ پر مخ خلاصه شوه.
ټاکل شوې وه نن د مسافرو پر مخ هم پرانیستل شي، چې اوس د تخنیکي ستونزو له امله لا هم تړلې ده.
دا لاره د فبرورۍ میاشتې په ۲۱مه د طالبانو د حکومت د ځواکونو لخوا د نویو مورچلو جوړولو په غبرګون د پاکستاني ځواکونو لخوا تړل شوې وه.
په دې موده کې درې شپې د دواړو خواوو تر منځ نښته هم وشوه، چې مرګ ژوبله یې هم درلودله او له امله یې د سیمې ځايي اوسېدونکي له خپلو کورونو بېځایه شوي وو.
دغه شان سوداګرو ته هم په کې درانه مالي زیانونه ورسېدل.