د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۳

د کډوالو نړیوال سازمان: په تېره یوه اونۍ کې ایران زرګونو افغانان افغانستان ته ستانه کړي دي


د کډوالو نړیوال سازمان «ای او ایم» وایي د روانې میلادي میاشت په دویمه اونۍ کې (د مارچ له ۹مې تر ۱۵مې) له ایرانه افغانستان ته د شړلاو ستانه کړل شویو افغانانو په شمې کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۲۴ مه په خپله وېپ پاڼه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې د دې میلادي میاشتې د یادو نېټو په ترڅکې له ایرانه افغانستان ته ۷۱ زره او ۸۲۳ افغان کډوال راستانه او ۴۱ زره ۶۳۱ نور بیا بېرته هېواده ایرانه وتلي دي.

دې سازمان د ۷۰ سلنه راستانه شویو کسانو دلیل رد مرزېدل او شړل کېدل بللي دي.

د راپور په ټکو، په یاده موده کې دا کسان له څو بېلابېلو لارو خو ډېری هغه یې یې د میلک او اسلام قلعې پولو افغانستانه ته اوښتي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان په داسې حال کې د یوې اونۍ په ترڅ کې د زرګونو افغانانو د ستنېدو خبره کوي چې له ایرانه افغانستان ته تازه ځینېستانه شوي افغانان وایي په هېواد دننه له سختو اقتصاد او بشري ننګونو سره مخ دي.

له دې ډلې یو افغان کډوال چې په خبره یې د تېرې په ایران کې له تېرو شلو کلونو ژوند وروسته، له دغه هېواده د تېرې اونۍ په لومړیو کې ډیپورتشوی، افغانستان کې یې د خپلو ستونزو په اړه نوم نه خپرولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:

“ما په تېرو شلو کلونو کې ایران کې د کډوالو ژوند تېر کړ، خو اوس بېرته خپل هېواد افغانستانه راستون کړل شوم، دلته ډېریافغانان له بې کارۍ او بې وزلۍ کړېږي،چا ته د کار زمینه برابره نه ده، چا چې له ایرانه یو څه پیسې یا طلا هم راوړي د دېلپاره چې دلته ښه بلد نه دي هغه یې هم له لاسه وتلي او له ډېرو ستونزو سره مخ دي.”

له ایرانه یو بل تازه راستون شوي افغان چې ده هم نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو سره خبرو کې ورته شکایت مطرح کړ:

“را ډیپورت شوو، فعلا افغانستان کې یو خو په ډېر د اقتصادي وضعیت کې یو،د یو ملګري په کور کې مې اوسېږو، کار او بارنشته، زموږ ماشومانو ته دلته د تعلیم زمینه برابره نه ده نو ډېرو سختو حالاتو سره مخ یو.”

د کډوالو نړیوال سازمان د راپور له مخې، له افغانستانه ایران ته د تللو کسانو د سفر لاملونه، کډوالي، د کارموندنې او سوداګرۍ هدف او په ځینومواردو کې د روغتیایي ستونزو رفع کول دي.

د یادونې ده چې اکثریت افغانان په ځانګړې توګه ځوانان بیا د کارموندنې لپاره ایران ته ځي، چې ډېری کله مزل ته رسېدو وړاندې د ایران دسرحدي ځواکونو لخوا بېرته راشړل کېږي.

د رسمي شمېرو له مخې، په تېر ۲۰۲۴ میلادي کال کې تر یو نیم میلیون افغانان له ایران او پاکستانه افغانستانه شړل شوي دي.

دې کډوالو کې داسې کسان هم شامل دي چې ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دوی په ټکو د امنیتي ستونزو لهامله او یا امریکا او اروپایي هېوادونو ته د تګ په تکل د خپلو پناه غوښتنو اسنادو بشپړېدو لپاره ایران ته تللي وو.

XS
SM
MD
LG